Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکړې بهیر پیل شو

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکړې بهیر نن شنبې(د تلې په ۶مه نېټه) په ټول هېواد کې پیل شي.

ټاکل شوې نهه مېلیونه کسان چې د ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، د ماسپیښین تر دریو بجو پورې د رایې ورکړې مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رایه وکاروي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو مخې له د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۵۳۷۳ مرکزونو له ډلې ۴۴۵ یې د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي.

په دغو ټاکنو کې د ولسمشر غني او اجراییه رییس، عبدالله الله په ګډون اتلسو کسانو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي چې وروسته بیا حنیف اتمر، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، زلمي رسول او محمد ابراهیم الکوزي له ټاکنو انصراف وکړ.

ولسمشرۍ ټاکنې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کېږي چې کابو ۷۲ زره سرتېري د امنیت تامنیت به موخه ګمارل شوي دي.

امنیتي بنسټونه وايي چې افغان ځواکونه د څو ساعتونو راهیسي د "لومړۍ درجې احضاراتو" په حال کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وايي چې د ټاکنو د رڼښت په موخه د بایومټریک دستګاو کار اخیستل کيږي او رای ورکوونکي اړ دي چې د انځور په ګډون خپل مالومات ثبت کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې کابو سل زره کارکوونکي یې د یاد بهیر د ترسره کولو په موخه ټول  هېواد کې ګمارلي دي.

د کېسیون رییسې، حوا علم نورستاني وویل چې د ټاکنو د ورځې په پای کې به د ټولو کارولو شویو رایو شمېر خپور شي.

د ټاکنو د مهال ویش له مخې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او وروستۍ به د لړم میاشتې په ۱۶ مه اعلان شي.

د کېسیون رییسې، حوا علم نورستاني وویل چې د ټاکنو د ورځې په پای کې به د ټولو کارولو شویو رایو شمېر خپور شي

شریک یي کړئ