Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې معترض نوماندان پولیس په بد چلنۍ تورن وي

هغه معترض نوماندان چې اعتراضي خېمه یې د ارګ او اجراییه ریاست ته نږدې، د پولیسو له خوا غونډه شوې، پولیسو پر بد چلنۍ تورن وي.

دغه معترض نوماندان، وايي چې د چهارشنبې پر شپه، کله چې امنیتي ځواکونه د هغوی د خېمې د غونډولو لپاره راغلي وو، هغوی یې وهل ټکولي او ګرځنده ټلېفونونه یې له ځان سره وړي دي.

دغه معترض نوماندان چې ډېری یې مېرمنې دي، وايي چې پولیسو هغوی ته ګواښ کړی، که‎چېرې له اعتراضه لاس په سر نه شئ، ستاسو د ټلېفونونه خصوصي عکسونه به په خواله رسنیو کې خپاره کړي.

یوه له دغو معترضو نوماندانو ډيوه نیازۍ وايي:«له دغو ښځو دوه تنه یې حوزې ته ولاړې، وې ژړل چې د خدای په پار زموږ ټلېفونه راکړئ چې په هغه کې شخصي عکسونه دي، خو لسمې حوزې ګواښ وکړ که‎چېرې تاسې بیاځلې دلته خېمه ودروله موږ ستاسو ټلېفونه د دې په خاطر اخیستي چې ستاسو عکسونه په خواله رسنیو کې خپاره کړو.»

معترض نوماند عنایت‎الله صحرايي هم وویل:«پر خېمه یې برید وکړ؛ مېرمنې یې ووهلې.»

خو د کورنیو چارو وزارت دغه ادعاګانې ردوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه ځای چې دوی انتخاب کړی وو، ناقانوني و، له همدې امله له هغې لومړۍ نېټې پولیسو له دوی سره په مسلکي او انساني توګه چلند کړی وو.»

معترضو نوماندانو کابو درې میاشتې مخکې د ارک او اجراییه ریاست ته نږدې د زنبق په څلور لاره کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلۍ له امله د اعتراض خېمه ودروله.

د چهارشنبې پر شپه امنیتي ځواکونو د دوی د اعتراض خېمه لیرې کړې او کورنیو چارو وزارت وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر غوښل چې دغه معترضان په نښه کړي او له همدې امله یې معترضان یې له سیمې لیرې کړل.

خو معترضان ادعا لري چې امنیتي ځواکونو د خېمې د غونډولو لپاره له مخکې د پلان شوې سناریو سره راغلي وو، ځانمرګی برید هېڅ نه‎و. د هغوی په وینا امنیتي ځواکونو څو هوايي ډزې وکړې او وروسته یې چې معترض نوماندان تیتش شول، خېمه یې غونډه کړه. 

نن هم جمعه (د چنګاښ ۱۴مه) هغه سیمه چې معترضو نوماندانو په کې خېمه درولې وه، د تګ راتګ پر مخ تړلې وه او امنیتي ځواکونو چا ته اجازه نه ورکوله چې سیمې ته ورننوځي.

معترض نوماندان نن له دغه ځایه لیرې سره راغونډ شوي وو او د خپلو اعتراضونو پر دوام یې ټینګار کړ.

اخوا ځينې حقوق پوهاند د خلکو په وړاندې د امنیتي ځواکونو هر ډول تاوتریخوالی د قانون تر پښو لاندې کول ګڼي.

حقوق پوه ارش شهیرپور په دې اړه څرګنده کړه:«خلک حق لري چې د خپل حق په اړه په هر وخت او هر ځای کې چې غوښتي وي خپل اعتراض ولري.»

د ولسي جرګې له ټاکنو نږدې اته میاشتې تېرېږي، خو دا نوماندانې وايي، سندونه ورسره شته چې ښکاره کوي، ټاکنو کې درغلي شوې ده. دغه نوماندان د خپلو سندونو د څېړلو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتونکي دي.

معترضې نوماندانې وايي چې د هغوی جامې له پولیسو سره په ټېل مټیل کې څيرې شوې دي او پولیسو د هغوی ټلېفونونه له ځان سره وړي دي.

شریک یي کړئ