Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو امنیتي تابیاوې؛ خالد: د اندېښنې وړ هېڅ پېښه نه ده شوې

د لوګر، تخار، کونړونو، جوزجان، فاریاب او کندوز ولایتونه له هغو ولایتونو څخه دي چې نن یې تر ټولو ډېر امنیتي ګواښونه لرل.

نن په هېواد کې د رایو مرکزونو کې د رایې ورکولو له بهیر وروسته، د ملي دفاع او کورنیو چارو وازارتونو سرپرستانو اسدالله خالد، او مسعود اندرابي په یوې ګډې خبري ناسته کې حضور پیدا او دغې ورځې د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه رسنیو ته رپوټ ورکړ.

ښاغلي خالد په دغې خبري ناسته کې وویل چې نن هېڅ د اندېښنې وړ ستره پېښه نه ده رامنځته شوې او ولسمشرۍ ټاکنې په بریالۍ توګه ترسره شوې.

ښاغلي خالد همدارنګه زیاته کړه چې د تېرو ټاکنو په پرتله د طالبانو بریدونه په ځلونه کم وو او امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د دغې ډلې طرحې شنډې کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي خو وویل چې طالبانو نن په ټول هېواد کې د رایې ورکولو پر مرکزونو ۶۸ خوځښتونه لرل، خو بریالي نه وو:«طالبانو تېره اوونۍ په ګواښ لاس پورې کړ چې ټاکنې به ناکامې کړي، خو امنیتي ځواکونو د هغوی پلانونه او خوځښتونه ناکام کړل.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وايي چې نن په ټول کې د رایې ورکولو ۴۶۸ مرکزونه د امنیتي ګواښونو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د نه حضور او تخنیکي ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

د ټاکنو له ترسراوي مخکې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړی و چې د ټاکنو په ورځ به د رایې ورکولو ۴۴۵ مرکزونه تړلي وي:«۴۹۴۲ مرکزونه چې تعیین شوي و او ۴۳۱ مرکزونه چې مخکې تشخیص شوي و نه پرانیستل کېږي، له هغې وروسته ۳۷ نور مرکزونه هم د ټاکنو په ورځ پرانیستل نه شول او په ټول کې ۴۶۸ مرکزونه تړلي دي.»

امنیتي چارواکو ویلي چې اوس امنیتي ځواکونه له ولایتونو مرکز ته د رایو د پاڼو په لېږد بوخت دي.

ښاغلی انداربي وايي چې نن په ټول کې د رایې ورکولو ۴۶۸ مرکزونه د امنیتي ګواښونو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د نه حضور او تخنیکي ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

شریک یي کړئ