Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو په ورځ به د رایې ورکولو یوازې ۴۹۴۲ مرکزونه به پرانیستي وي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مني چې د امنیتي څېړنو وروسته، روښانه شوې چې د رایې ورکولو د څه باندې اوه زره مرکزونو له ډلې چې دغه کمېسیون په پام کې نیولو وو، د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ به یوازې ۴۹۴۲ مرکزونه پرانیستي وي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې لومړی دغه کمېسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو د ورځې لپاره ۷۳۸۵ مرکز په پام کې نیولي وو، خو د امنیتي ادارو له څېړنو وروسته روښانه شوه چې یوازې ۵۳۷۳ مرکزونه پرانیستل کېدای شي او څه د پاسه دوه زره نور مرکزونه به د امنیتي ګواښونو او ځینو نورو ستونزو له امله د ټاکنو په ورځ تړلي وي.

فراه په ۱۷۴ تړلو مرکزونو، هرات په ۱۶۲ تړلو مرکزونو، غزني په ۱۵۹ تړلو مرکزونو، هلمند په ۱۵۰ تړلو مرکزونو او بادغیس په ۱۳۶ تړلو مرکزونو سره هغه پنځه ولایتونه دي چې د رای ورکړې ډېر مرکزونه به په‎کې تړلي وي. 

خو بامیان، پنجشیر او کابل هغه ولایتونه دي چې د رایو تر ټولو لږ تړلي مرکزونه به په‎کې وي.

له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي تازه امنیتي ادارو دغه کمېسیون ته خبر ورکړی چې د رایو ۴۳۱ نور مرکزونه به هم د انتخاباتو په ورځ تړلي وي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي څرګنده کړه:«شونې ده چې ۴۳۱ نور مرکزونه هم تړلي پاتې شي. د ټاکنو په ورځ به ۴۹۴۲ مرکزونه پرانیستي وي.»

خو ملي دفاع وزارت په دې هکله بل ډول نظر لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د دغو مرکزونو امنیت به په سمه بڼه تامین شي او هغوی (خلک) په بشپړه راحتۍ سره کولای شي ولاړ شي او رایه وکاروي.»

هغه څه چې د ولسمشرۍ ټاکنو په وړاندې د ګواښونو زیاتوالی بلل کېږي اندېښنې یې راپارولې دي.

د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال څرګنده کړه:«د امنیتي بنسټونو او ټاکنو کمېسیون ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې چې موږ په پارلماني ټاکنو کې ډېرې ستونزې ولرو.»

د ولسي جرګې غړی ابرار الله هم وايي:«دا موضوع د اندېښنې وړ ده چې له اووه زره مرکزونو، پنځو زرو ته رسېږي او وروسته څلور زره او پنځه سوه مرکزونه کېږي، د ټاکنو تر ورځې، که‎چېرې امنیتي بنسټونه ځواکمن عملیات ترسره نه کړي او په هغو برخو کې چې مرکزونه دي، په هغو کې ثابتې امنیتي پوستې جوړې نه کړي، د پرانیستو مرکزونو شمېر ښايي کم شي.»

ټاکل شوې د ولسمشرۍ انتخابات د تلې په شپږمه نېټه وشي. د نورو مسلو ترڅنګ د دې بهیر د امنیت ټینګښت تر ټولو لوی لومړیتوب دی چې کابل او متحدینو یې تل پرې ټینګار کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي تازه امنیتي ادارو دغه کمېسیون ته خبر ورکړی چې د رایې ۴۳۱ نور مرکزونه به هم د انتخاباتو په ورځ تړلي وي.

شریک یي کړئ