Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېرلو لپاره کړې ژمنه عملي نه کړه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ اعلان کړي، چې د رایو بیا شمېرل به د دوشنبې په ورځ پیل کړي خو په ټاکنو د څار بنسټونه وایي چې دغه کمېسیون د رایو بیا شمېرنې لپاره چمتووالی نه لري او کېدای شي چې د رایو په بیا شمېرلو کې ځنډ یوځل بیا د ولسمشریزو انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ رامنځته کړي.

څارونکي بنسټونه وايي کمېسیون باید ژر تر ژره روښانه کړي چې د څومره محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.

د فیفا بنسټ ویانده سمیرا رسا په دې اړه وايي:«د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره له اتو ورځو کمې ورځې لرو، اړتیا ده څو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژر تر ژره دغه بهیر پيل کړي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهال وېش له مخې د رایو د بیاشمېرلو کارکوونکي باید د لړم له نهمې تر یوولسمې پورې ولایتونو ته لېږل شوي وای او د دې میاشتې په ۱۵ یې د رایو بیا شمېرل یې پيل کړي وای خو تراوسه دا بهیر نه دی پيل شوی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات څرګنده کړه:«زموږ د ټکنالوژۍ د برخې همکاران کار کوي څو وکړای شو خپل همکاران ولایتونو ته واستو او د رایو بیا شمېرل او تفتیش به ډېر ژر پیل شي.»

یو شمېر نوماندان او څارونکي بنسټونه د ټاکنو کمېسیون په ناتوانۍ تورنوي او وايي د ډول ډول مالوماتو ورکول او د پایلو په اعلان کې ځند د ټاکنو پر کمېسیون او انتخاباتو د خلکو بې باوري زیاتوي.

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وویل:«د افغانستان خلک له نامالوم حالت سره مخ دي. کمېسیون هم تراوسه خپله وړتیا نه ده ښودلې.»

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې څارونکی فضل هادي احمدي وايي:«کمېسیون له دې مخکې د خلکو په وړاندې خپل اعتماد له لاسه ورکړی و، اوس هم له ستونزو سره مخ دي.»

ټاکل شوې وه کمېسیون د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د لړم په اوه ویشتمه اعلان کړي خو اوس ښايي یوه اوونۍ وروسته دغه پایلې اعلان شي خو د څارونکو بنسټونو لخوا دا ځل هم دا کارناشونی بلل کېږي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د رایو د بیا شمېرلو بهیر به د دوشنبې په ورځ پیل شي خو دا بهیر تراوسه نه دی پیل شوی.

شریک یي کړئ