د ټاکنو خپلواک کمېسیون یکشنبې (د تلې په ۷مه نېټه) اعلان وکړ چې د رایو د ورکړې له مرکزونو د ترلاسه شویو شمېرو له مخې ، ۲۱۹۶۴۶۳ (دوه میلیونه یو سلو شپږنيو زره او څلور سوه او درې شپیته) کسانو په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون په وینا دا شمېر یوازې د رایې ورکړې له ۳۷۳۶ مرکزونو د پایلې کابل ته رسېدلې او دا شمېر به بدل شي.
دغه کمېسیون وايي چې تر اوسه د۲۳۴ د رایې ورکړې مرکزونو د برخلیک په تړاو مالومات نلري.
د دغه بنسټ په وینا د ۷۸۶ ټاکنیزو مرکزونو رایې د کابل مرکزي دفتر ته د رسېدو په حال کې دي.
د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې د هېواد په ولایتونو کې د ټاکنیزو مرکزونو او شمېرل شویو رایو ا اندازه په لاندې ډول ده.
ولایت ټاکنیزمرکزونه د رایو شمېر
- پکتیا ۱۵۵ مرکزونه ۴۳۵۹۰ رآیې
- پنجشیر ۹۶ مرکزونه ۱۹۲۰۵ رأیې
- تخار ۴۱ مرکزونه ۱۴۴۶۶ رأیې
- جوزجان ۵۱ مرکزونه ۳۶۹۱۰ رأیې
- خوست ۱۸۲ مرکزونه ۹۳۲۰۵ رأیې
- دایکندي ۲۴۳ مرکزونه ۱۱۴۳۱۰ رأیې
- زابل ۲۲ مرکزونه ۱۷۵۷۹ رأیې
- سرپل ۶۴ مرکزونه ۳۵۵۰۹ رأیې
- سمنگان ۳۶ مرکزونه ۲۵۲۳۰ رأیې
- غزنی ۱۰۱ مرکزونه ۲۲۵۶۸ رأیې
- غور ۷۴ مرکزونه ۳۵۳۷۱ رأیې
- فاریاب ۶۰ مرکزونه ۳۱۶۷۴ رأیې
- کابل ۴۷۴ مرکزونه ۴۵۸۵۴۹ رأیې
- لوگر ۳۰ مرکزونه ۱۹۱۸۹ رأیې
- ننگرهار ۳۹۰ مرکزونه ۲۵۴۸۷۱ رأیې
- نورستان ۲۵ مرکزونه ۱۷۵۰۷ رأیې
- نیمروز ۱۲ مرکزونه ۶۷۳ رأیې
- هرات ۱۶۶ مرکزونه ۱۰۴۴۵۹ رأیې
- هلمند ۱۶۱ مرکزونه ۷۰۲۱۸ رأیې
- وردک ۶۴ مرکزونه ۲۰۲۱۸ رأیې
- بلخ ۱۵۵ مرکزونه ۷۴۴۴۱ رأیې
- ارزگان ۲۴ مرکزونه ۴۴۴۱ رأیې
- بامیان ۲۱۸ مرکزونه ۸۴۱۲۴ رأیې
- بادغیس ۲۷ مرکزونه ۶۸۸۹ رأیې
- بدخشان ۱۷ مرکزونه ۶۰۲۸ رأیې
- بغلان ۱۰۴ مرکزونه ۴۴۷۷۷ رأیې
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلوک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ورځې لپاره، ۵۳۷۳ مرکزونه په پام کې نیولي وو، خو له ډلې یې ۶۱۷ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي پاتې شول.
ټاکل شوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون درایو ټول شمېر نن(دوشنبې د تلې په ۷مه نېټه) اعلان کړي.