Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون: د ۲۱ولایتونو ټاکنیز مواد نن کابل ته رسېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پنج‎شنبې(د تلې په ۱۱مه) وايي ټاکل شوې له ۲۱ولایتونو ټاکنیز توکي نن کابل ته ورسیږي، په داسې حال کې چې تر اوسه یوازې د کابل، پروان، پنجشېر او میدان وردګو توکي د کابل ټاکنیز مرکز ته رسېدلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال، ذبیح سادات وايي چې د ۲۱ ولایتونو له ډلې په ختیځ او سویل ختیځ کې د ۱۰ ولایتونو توکي به د ځمکې له لارې کابل ته راورسیږي.

ښاغلی سادات زیاتوي چې د ۱۱ نورو ولایتونو چې ډېری یې د هېواد په سویل او لویدیځ کې دي، د هوا له لارې کابل ته ورسیږي.

د مهال ویش له مخې باید ټاکنیز توکي د تلې میاشتې په ۱۳مه کابل ته راورسیږي او دا بهیر بشپړ شي.

همداراز د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال څرګندوي چې تر اوسه د کابو ۱۸ زره بایومټریک دستګاوو ټاکنیزې پاڼې د مالوماتو مرکز ته راورسېدلي دي.

په همدې حال کې د طلوع نیوز خبریاله، انیسه شهید وايي چې د ټاکنو کمېسیون د ټکنالوژۍ برخه د طلوع نیوز له راپورونو ناخوښه ده، او تر  اوسه یې یاد مرکز ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې.

د ټاکنو د ګډون لپاره له نهو میلیونو زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې وه، خو یوازې له دوه نیم میلیونو زیاتو کسانو په ټاکنو کې رایه ورکړه.

د کابو ۱۸ زره بایومټریک دستګاوو ټاکنیزې پاڼې د مالوماتو مرکز ته راورسېدلي دي

شریک یي کړئ