Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو کمېسیون: ټول حساس ټاکنیز توکي ولایتونو ته استول شوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن یکشنبې (د وږي په ۲۴مه) اعلان وکړ چې ۳۴ ولایتونو ته ټول حساس ټاکنیز ټوکي لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي د دغو توکو لېږد د ولایت له مرکز څخه ولسوالیو ته هم پيل شوی دی.

ولایتونو ته د حساسو ټاکنیزو توکو لېږد بهیر د وږي په اتمه پیل شوی و، او ټاکل شوې وه چې دوه ورځې مخکې پای ته ورسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي وايي چې ناامنیو ولسوالیو ته د دغو توکو د رسېدو په اړه تراوسه د امنیتي ځواکونو لخوا دغه کمېسیون ته ډاډ نه‎دی ورکړل شوی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي:«کله مو چې له امنیتي ځواکونو څخه رسمي مکتوب ترلاسه کړ چې په دغو ولسوالیو کې په ۵۳۷۳ مرکزونو کې تاسې نه‎شې کولای مرکز پرانیزئ، له بده مرغه دا یوه امنیتي ننګونه ده او د افغانستان خلک، موږ او تاسې هم پوهېږي... که‎چېرې خدای مه‎کړه هلته ټاکنې ونه‎شي. چې نه‎شو ویلای ووایوو چې ټاکنې نه کېږي، خو هلته به مرکزونه پرانستل نه‎شي. خو د هغه توکي د ولایتونو په مرکزونو کې قرنتین شي.»

 امنیتي ادارې د هوا او ځمکې له لارې د ټاکنیزو توکو د لېږدولو مسوولیت لري . دا بنسټونه ډاډ ورکوي چې ټاکنیز حساس توکي به ټولو مرکزونو ته ورسېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  نصرت رحیمي په د اړه وویل:«د ټاکنو په جریان او له ټاکنو وروسته، د مرکزونو امنیت به تامین شي. موږ امنیتي تابیاوې لرو، کابو ۷۲ زره امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونه د دغه تاریخي بهیر لپاره ګومارل شوي دي.»

اخوا پر ټاکنو څاروونکي بنسټونه په هېواد کې د امنیتي ګواښونو په تړاو اندېښنه څرګندوي او ۸۹ ولسوالیو ته د هوا له لارې د ټاکنیزو توکو لېږدول ستونزمن کار بولي.

د فیفا بنسټ رییس یوسف رشید څرګنده کړه:«په هغو ولسوالیو کې چ لاهم جګړه روانه ده او لاهم په خطر کې دي یوه اندېښنه ده، چې د توکو لېږد به له ستونزو سره مخ شي. دویمه مسله د کارکوونکو ګومارل دي او دا چې څو مرکزونه به تړلي پاتې شي تراوسه کره شمېر نه لري.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې د شپږمې د ټاکنو د ورځې لپاره د رایې ورکونې ۵۳۷۳مرکزونه مشخص کړي و، خو امنیتي ادارې وایي چې شاوخوا زر مرکزونه به د امنیتي ننګونو له امله تړلي وي.
 
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې۵۳۷۳ مرکزونو ټاکنیز توکي ولایتونو ته لیږدول شوي دي او د ټانو د ورځې د څه باندې دوه زره کارکوونکو روزنه هم پېل شوې ده.

شریک یي کړئ