Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو سیالیو د پای په درشل کې، د پنځو نوماندانو کمپایني غونډې

د ټاکنیزو منډو ترړو له پای یوه ورځ مخکې ولسمشرۍ ټاکنو ته پنځو نوماندانو نن سې‎شنبې (د تلې په ۲مه) خپلو دغو منډو ترړو ته دوام ورکړ.

له دي ډلې رحمت الله نبیل په بامیانو، ګلبدین حکمتیار په کابل، عبدالله عبدالله په هرات، او محمد اشرف غني په بلخ او عبدالطیف پدرام هم په ننګرهار کې ټاکنیزې او کمپاینې غونډې لرلې.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل بامیانو کې یوې غونډه کې د حکومت مشران د سرتېرو له معاشونو په غلا تورنوي.

ښاغلي نبیل وویل:«دوی (د ملي یووالي حکومت مشران) زموږ د سرتېرو وینې پلوري، دوی هغه کسان دي چې زموږ او تاسو بچیانو ته د پسه او خوسکي د غوښې پر ځای د سپي او خره غوښې وغوړلې او له هغې یې پیسې واخیستې او هغه پیسې په کمپاینونو کې مصرفوي.» 

له بلخوا د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار ګواښ کوي په ټاکنو کې د روڼتیا نشتوالی به هغه دې ته اړ کړي چې بېرته سنګر ته ستون شي.

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار څرګنده کړه:«موږ سوله‎ییزه لار غوره کړې. له سنګره راغلي یوو، د جګړې اوږده تجربه لرو. زموږ د جګړې په پایله کې یو د نړۍ یو ځواک له ماتې سره مخ شو، موږ دې ته مه اړباسې چې بېرته سنګر ته ولاړ شو.»

د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند او برحاله ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې د کمپاینې غونډې په لړ کې وايي د برېښنا او د اوبو د مدیریت لپاره پنځه کلن پروګرام لري.

ښاغلي غني زیاته کړه:«له سولې وېره نه مه لرئ، اردو لرئ، پیسې لرئ، اراده لرئ، له یوې لږکۍ وسله‎والې ډلې ولې وېرېږئ.»

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په هرات کې ژمنه کوي چې په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د بري په صورت کې به د ټاپي پروژه عملي کړي.

د ښاغلي عبدالله په ټاکنیز پروګرام کې د ګڼې ګوڼې له امله یو تن مړ شو.

ښاغلي عبدالله وویل:«مخکې زموږ یو هېوادوال په دغې ګڼې ګوڼه کې چې سخت ټپي شوی و او وامې ورېدل چې وروسته ومړ، الله دې وبخښي، نه مې غوښتل چې زموږ په کمپاینونو کې د هرات د خلکو په پښه کې یو اغزی هم ولاړ شي.»

له دې سره په یو وخت د تخار یو شمېر اوسېدونکو هم د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي:«دولت جوړونکې ډلې چې د غني په مشري ده په خپلې هېڅ ژمنې وفا نه ده کړې.»

له بلخوا د محمد حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ښاغلی اتمر د تلې د شپږمې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له هېڅ ځانګړي نومانده ملاتړ نه کوي.

دغه ټاکنیزه ډله وايي په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې به رڼې ټاکنې ونه شي له همدې امله دا ټاکنیزه ډله د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډېدو غوښتونکې ده.

شریک یي کړئ