Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو دوسیې لا هم څېړل شوې نه دي'

 لویې څارنوالۍ ته د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو له معرفي کېدو وروسته، دغه بنسټ وايي چې تراوسه د دغو کسانو دوسیې په بشپړه توګه څېړل شوي نه دي.

لویه څارنوالۍ وايي د ټاکنو کمېسیونو د پخوانیو غړو په وړاندې د فساد تورونو د پراختیا له امله د هغوی د دوسیو څېړل دېر وخت ته اړتیا لري.

دغه بنسټ وايي که‎چېرې د فساد او له واکه د ناوړه استفادې تورونه پر دوی ثابت شي، عدلي او قضايي مرکز به د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه وویل:«دا چې له یوې خوا د کشفي ارګانونو لخوا څارنوالۍ ته موارد سپارل شوي او له بلخوا هغه ادعاګانې چې شتون لري وخت ته اړتیا لري، څېړنې په جدیت او قاطعیت سره په مخ روانې دي.»

د تېر کال د سلواغې په ۲۳ مه، له هغه وروسته کله چې د ټاکنو قانون تعدیل شو، ولسمشر غني، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي له دندو لیرې او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې دا کسان د تلې په ۲۸ او ۲۹ د ولسي جرګې په ټاکنو کې په مالي فساد او همدارنګه له خپلو واکونو په ناوړه استفادې تورن دي.

ښاغلی رسولي زیاتوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو تورونه زیاتېږي.

هیله مجتبي چې ولسي جرګې ټاکنو ته له پکتیکا څخه نومانده ده. هغه داسې اسناد ښيي او ادعا کوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وروستیو پایلو کې لاسوهنه کړې ده.

هغه وايي:«هغه پایلې چې موږ د پکتیکا ولایت د رایو په بیا شمېرنې په پایله کې ترلاسه کړې وې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغوی سریال نمبرونه هم بدل کړي دي، د محل کود یې هم ښکته پورته کړی دی؛ په بشپړه توګه یې یوه نوې پایله رامنځته کړې ده.»

د ولسي جرګې پخوانی منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست په دې اړه وویل:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې دا پېښه دې ژر تر ژره د ثلاثه محاکمو له لوري تعقیب شي او له هغې وروسته موږ د وروستیو پایلو اعلان منو.»

له دې سره جوخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسنی غړی محمد عبدالله وايي چې د دغه بنسټ په دارالانشا کې په لسګونه څوکۍ خالي او یا هم د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا غړی، د کمېسیون د یو سل او اته څوکیو لپاره د نویو کسانو د ګومارنې کړنلار یوه اوونۍ مخکې تصویب کړه، څو د ګومارنې لړۍ یې د اداري اصلاحاتو کمېسیون له‌خوا پیل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«په کمېسیون کې د ګومارنې بهیر یوه جدي ننګونه ده، ۱۰۸ دایمي بستونه چې له څلورم څخه تر لومړي بسته دي د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او باید ازادۍ سیالۍ ته وړاندې کړل شي. د ټاکنو د قانون د تعدیل پر بنسټ، باید ځانګړی میکانیزم ورته جوړ شي څو دا خالي بنستونه سیالۍ ته وړاندې کړل شي. او موږ د وري په څلورمه نېټه یوه کړنلار جوړه کړه او اداري اصلاحاتو کمېسیون ته مو واستوله.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون بیا وايي، تر اوسه د ګومارنې دا نوې کړنلار نه ده ورسېدلې.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې ویاند فرید احمد په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تشو بستونو د ګومارنې لپاره موږ ټول چمتووالی نیولی دی. هر وخت چې دا کمېسیون چمتو شي مو چمتو یوو چې دا بهیر مخته بوځو. دم‎ګړۍ ۱۸ بستونه یې وروستي نوملړ ته رسېدلي او هره شېبه چې کمېسیون چمتو شي او له موږ سره کړنلار لاسلیک کړي موږ یې د ګومارنې بهیر په مخ بیایوو.»

بل لورته بیا پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، د دې کمېسیون د دارالانشا کې یو شمېر کړۍ د دې ګومارنو پر وړاندې خنډ دي.

د افغانستان د عادلانه ټاکنو بنسټ ویانده صغرا سعادت بیا په ډاګه کوي:«دا کړنلار د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا له لورې د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته نه ده رسېدلې او د هغه دلیل هم، زموږ د څارنې پر بنسټ، دا دی چې په دارالانشا کې داسې کسان شته چې په رسمي توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا کوښه کړل شوي وو او څارنوالۍ ته معرفي شوي وو، او هڅه کوي چې دا کړنلاره د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته ونه رسېږي. دغه کمېسیون ته د دغه کړنلارې نه رسېدل دا دي چې په دارالانشا کې داسې کسان شته چې هڅه کوي کړنلاره تغییر کړي او هغوی په خپل ځای پاتې شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا یوه عملیاتي برخه ده چې یو شمېر څارونکي یې ځینې کارکوونکي په درغلۍ او د ټاکنو په مهندسي کولو تورنوي. 

شریک یي کړئ