Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو کمېسیونونو په وړاندې تورونه به ځانګړې محکمه کې وڅېړل شي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نوي غړي وايي چې د ټاکنو قانون له مخې، که‎چېرې د ټاکنیزو کمېسیونونو به وړاندې نیوکې وي، ځانګړې ټاکنیزه محکمه به د هغې په اړه پرېکړه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس محمد قاسم الیاسي وايي چې دا محکمه به ډېر ژر رامنځته شي. د الیاسي په وینا، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو غړي، اوس د هغو ولایتونو د شکایتونو په څېړلو بوخت دي چې تراوسه یې وروستي پایلې اعلان شوي نه دي.

هغه په دې اړه وویل:«په نوي قانون کې، د ټاکنیزو شکایتونو حکم وروستی حکم دی. که‎چېرې له دې وروسته داسې ستونزې رامنځته شي دا وروستي نه دي او د بېلګې په توګه کولای شو ټاکنیز کمېسیونونه یوه ګډه ګمېټه جوړه کړي، که‎چېرې پایلې ته سره ورسېدو خو ښه، او که نه، ځانګړې محمکه جوړېږي او رسېدنه کوي.»

کابو یوه میاشت مخکې، د ټاکنو قانون تعدیل شو چې د هغه پر بنسټ د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي له دندو لیرې شول. تېره اوونۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي په یوې رای ګیرې کې چې ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو له خوا ترسره شوه غوره کړل شول.

د ټاکنیزو کمېسیونونو نويو غړو په داسې حال کې خپل کار پيل کړ چې په ۱۵ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې نه دي. دا ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۹ ترسره شوې او د ټاکنو کمېسیون وتوانېد چې یوازې د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

په ورته وخت کې، د ولسي جرګې ځينې نوماندان اعتراض لري چې د ټاکنو پخوانیو غړو په دغه بهیر کې روڼتیا په پام کې نه وه نیولې.

د لوګر ولایت معترض نوماند سید فرهاد اکبري په دې اړه وویل:«د رای ورکړې په ۳۱ محلونو کې، د یوه کس رایې باطلېږي هغه هم بایومېټریک شوې رایې، پاکې رایې او د نورو وکیلانو رایې په خپل ځای پاتې کېږي؛ موږ له نوي کمېسیون څخه د عدالت ټینګښت غواړو.»

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالی اعلانوي او ټینګار کوي چې د دغه بنسټ نوي غړي د راتلونکو ټاکنو عملیاتي پروګرام څېړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند مرزا محمد حق پرست په دې اړه وویل:«د پاتو پارلماني ټاکنو د پایلو اعلان او همدارنګه د څلور ډولو ټاکنو لپاره بودیجه، عملیاتي پلان، او همدارنګه د رای ورکړو مرکزونو تثبیت او ځينې نور کارونه د کمېسیون تر لاس لاندې دي.»

له دې ټول سره تراوسه روښانه نه ده چې د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا تر څېړنې وروسته به د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو برخلیک چې په فساد او کم کارۍ تورن دي څه وي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس محمد قاسم الیاسي وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په وړاندې تورونه به په ځانګړې وڅېړل شوي او دا محکمه به ډېر ژر رامنځته شي.

شریک یي کړئ