Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۰ پخواني غړي په بند محکوم شول

 لویه څارنوالۍ وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۰ پخواني کمېشنران هر یو، له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لخوا په پنځو کلونو بند محکوم شول.

لویه څارنوالي وايي چې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نن (سې‎شنبې د وږي په ۱۲مه) له پرېکړې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانی رییس عبدالعزیز اریايي، او د دغه کمېسیون پخواني کمېشنران حمیرا حقمل او عبدالبصیر فایض، کونړ کې د ولسي جرګې د نوماندانو د رایو د کمولو او اضافه کولو او له خپلو واکونو د ناوړه استفادې په جرم هر یو په پنځو پنځو کلونو تنفیذي بند محکوم شوي دي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوه تنه پخواني غړي هر یو عبدالبدیع صیاد، وسیمه بادغیسۍ، معاذالله دولتي، رفیع‎الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفیظ‎الله او ملیحه حسن په ورته جرم سره هر یو په پنځو پنځو کلونو بند محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ په وینا له وسیمې بادغیسۍ پرته نور ټول محکوم شوي کسان په نننۍ محاکمه کې حاضر وو.

دغه بنسټ وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس احمدشاه زمان زی او د دغه بنسټ د ټکنالوژۍ پخوانی رییس سید ابراهیم سادات له تورونو سپين وختل او برایت ورکړل شول.

شریک یي کړئ