Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کمېسیونونو او ټاکنیزو ډلو غونډه بې پایلې پای ته ورسېده

د ټاکنیزو کمېسیونونو او ټاکنیزو ډلو، د سیاسي ګوندونو او څارونکو بنسټونو استازو غونډه چې نن جمعه (د لیندۍ په ۲۲مه) د ولسمشریزو ټاکنو ستونزو ته د حل لارې په پار جوړه شوې وه بې پایلې پای ته ورسېده.

په دغې غونډه کې د ټاکنیزو ډلو ځينو استازو، ټاکنیز کمېسیونونه په بې وسۍ، پلوۍ او همدارنګه د ټاکنو له بهیر پر بې خبرۍ تورن وي.

ټاکنیزو ډلو د دغو استازو په وینا، د ټاکنو کمېسیون د هغو کسانو د نومونو نه خپرولو په علت چې د ټاکنو کابو یو مېلیون رایو کې یې درغلي کړي، پلوي کړې ده.

خو کمېسیون وايي چې کابو ۱۳ زره تنه د ټاکنیزو درغلیو په خاطر ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته معرفي شوي دي.

د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزې دلې دویم مرستیال نعقیب الله نقي وايي:«د بنسټونو، ملي او نړیوالو څارونکو او لیدونکو موندنې ښيي چې په هغو مرکزونو او محلونو کې چې بیاشمېرنه شوې، تر ټولو پراخې درغلۍ او ټاکنیز جرمونه لیدل شوي دي.»  

د رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې ستازی مطیع الله ابراهیم زي هم وویل:«مګر تاسو ونه لیدل چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال، له قانونه سرغړونه وشوه؟ د اساسي قانون صریح ماده د یوه کس له لوري تر پښو لاندې شوه ولې هغه له نوملړ نه وباسئ؟»

دغه نیوکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییسې له توند غبرګون او د ځینو ټاکنیزو ډلو له استازو سره د لفظي شخړې سره مخامخ شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه په داسې حال کې چې ښاغلی ابراهیم زی په عقديي چلند تورنوي، د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هم د ټاکنیز بهیر په یرغمل کولو تورنوي او ټینګار کوي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به ډېر زژر اعلان کړي، خو دا مسله د کمېسیون د یوه بل غړي لخوا د قانون پرخلاف بلل کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ زیاتوي:«دلته موږ ته سپکاوی کېږي. فلانی په رایو نه پوهېږي، مطیع الله خان ما ته راغی وې ویل چې ما د ټاکنو د ای ټي رییس کړه او له ما ملاتړ وکړه.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل څرګندوي:«هم قسمي او هم لومړنۍ پایلې اعلان وو هر څوک چې له موږ سره ستونزه لري، هغه قانو او هغه هم اصول او هغه هم محبس او هغه هم...»

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د فني برخې مسوول نورالرحمان اخلاقي وویل:«ښايي چې یو کس له یوې تورې تیارې خونې د یوه دېوال له شا یوه پایله اعلان کړي، خو په بشپړ ډاډ سره وایم چې په افغانستان کې نور هېڅ تقلبي حکومت نه واکمن کېږي.»

په دې لړ کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله او یو شمېر نورې ټاکنیزې ډلې د دوی په وینا د کابو ۳۰۰ زره تقلبي رایو له روښانه کېدو مخکې د پایلو هر ډول اعلانول ناسم بولي خو د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله او د ګوندونو یو شمېر استازي د لومړنیو پایلو پر اعلان ټینګار کوي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي:«دلته اوه ډوله معلومات دي؛ قانون مو او کړنلاره مو وايي که چېرې دغه شمېرې سره یو شی نه وي باید تفتیش ته ولاړ شي چې تاسو دا پرېکړه نه ده کړې.»

د اشرف غني ټاکنیزې ډلې غړی عمر داوودزی څرګندوي:«د حل لار همدا ده چې کمېسیونونه خپل کار ته پرېږدو، که نه کمېسیونونه مجبورېږي او موږ حق لرو چې ووایوو پایلې ژر اعلان کړئ.»

په دغه ناسته کې د ګوندونو او ټاکنیزو ډلو د استازو ترمنځ لفظي شخرې شوې او په پاي کې ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.  

دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پرېکړه لاسلیک کړې او د کمېسیون د نورو غړو د اعلان په تمه دي.

تېره اوونۍ هم د کمېسیون او ټاکنیزو ډلو غونډه چې د ټاکنیزو ستونزو د حل لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې جوړه شوې وه بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

شریک یي کړئ