Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

درایو ځانګړي تفتیش په اړه پرېکړه ټاکنو کمېسیون ته نه ده استول شوې

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون تراوسه د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د یوې برخې د ځانګړې څېړنې په هلکه خپله پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نه ده استولې.

پر ټاکنو څارونکې ډلې وايي د یاد کمېسیون غړي د نوموړو رایو په اړه د پرېکړې د څرنګوالي په هکله د نظر توپير لري؛ نو له همدې امله دغه پرېکړه لا تراوسه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره نه ده شریکه شوې.

د فیفا اجراییه رییس یوسف رشید وايي:«هغه ورځ چې دوی بحث له مطبوعاتو سره شریکوي او د خپلو پرېکړو پایله له خلکو سره شریکوي، په سبا یې دوی بیا هغه پرېکړې چې کړې یې دي اختلاف پیدا کوي او یو بل په دې او هغه تورن وي. بحث دا دی که چېرې تېروتنه مو کړې باید مسوولیت یې ومنئ.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي په دې اړه وویل:«که چېرې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون پرېکړه ونه کړي او د ټاکنو کمېسیون په غاړه یې پرېکړي، د دې مانا دا ده له هغې ادارې چې شکایت شوی، بېرته مسوولیت هماغه کمېسیون ته سپاري چې له هغې شکایت شوی؛ نو دی یوازې غواړي چې وخت تېر کړي او د قانون په مطابق خپل هېڅ ډول مسوولیت یې نه دی اجرا کړی.»

له دې سره سم، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې له کمېسیونه غواړي چې، د ۲۳۹ زره مشکوکو او له ټاکل شوې مودې مخکې او یا هم وروسته کارول شویو رایو د څېړنې د څرنګوالي په اړه خپله پرېکړه له دغه کمېسیون سره شریکه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ په دې هکله څرګندوي:«کابو څلور ورځې کېږي، خو تراوسه لاهم پرېکړې موږ ته نه دي رسېدلي.»

 د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون غړی سید قطب الدین رویدار هم وايي نه پوهېږي چې پرېکړې ولې د انتخاباتو کمېسیون ته نه دي استول شوي:«زه تعجب کوم چې ولې تراوسه پرېکړې استول شوې نه دي؛ د چهارشنبې په ورځ رسماً زموږ پرېګړې د رسنیو له لارې ابلاغ شوې او د وېب پاڼو له لارې هم خپرې شوې. باید وخته د ټاکنو کمېسیون ته استول شوې وای.»
 
له دې سره جوخت، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو د رڼو پایلو پر اعلان ټینګار کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«خلکو واقعاً د خپل برخلیک په ټاکلو کې، د خپلې پاکې رایې د حق پربنسټ د جګړې له اوره د هېواد په ژغورنه او د هېواد په جوړولو او د دغه هېواد د کلتور په وده کې ونډه واخلي.» 

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون دارالانشا تر دې مخکې ویلي و چې، ځانګړې څېړنې ته له بېلو شویو رایو او محلونو د بلګې اخیستو په برخه کې کار روان دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمېسیون د پرېکړې له مخې د ۱۳۷ زره هغو رایو چې مشکوکې بلل کېږي لس سلنه، د ۱۰۲ زره رایو چې د ټاکنو د ورځې له ټاکل شوې مودې مخکې او یا هم وروسته کارول شوې بلل کېږي ۱۵ سلنه رایې په ځانګړې توګه څېړل کېږي او دغه څېړنه د یادو رایو د اعتبار ورکړې او یا هم باطلېدو برخلیک روښان وي.
 
د جنجالي رایو د ځانګړې څېړنې په هکله د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون له پرېکړې څلور ورځې تېرېږي.

شریک یي کړئ