Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ته د هېواد لوی درستیز: خلک د رایې له حقه مه محرومئ

په داسې حال کې چې ټاکل شوې شنبې سهار اووجې په ټول هېواد کې د رایې ورکړې بهیر پیل شي، امنیتي بنسټونه خلکو ته د پوره امنیت ډاډ ورکوي.

د هېواد لوی درستیز، بسم الله وزیري جمعه(د تلې په پنځمه نېټه) د کورنیو وزارت مرستیال او د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره ګډه خبري ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو مخه ونه نیسي.

هغه په دې اړه وویل:«طالبانو ته یو پیغام لرم، دا چې تاسي د خلکو مسلم حق ترې مه اخلئ. که تاسې افغان یاست او د افغانستان لپاره فکر کوئ، نو پرېږدئ چې خلک رایه ورکړې تر څو یو قوي حکومت رامنځته شي او له هماغه حکومت سره د خبرو پر مېز کېنئ.»

ټاکل شوې ده چې شنبې(د تلې په ۶مه نېټه) سهار اووه بجې د رایې په ټول هېواد کې د رایې د ورکړې بهیر پیل او در د ماسپیښین له دریو بجو پورې به دوام وکړي.

د سرتاسري ټاکنو د ترسره کولو پر وړاندې لویه ستونزه امنیتي ګواښونه دي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د ۵۳۷۳ مرکزونو له ډلې ۴۴۵ یې د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت لوی مرستیال، خوشحال سعادات په دې خبرې ناسته کې وویل چې د رایې ورکړې د ډېرو مرکزونو پر وړاندې ګواښونه لیري شوي دي، خو دا یې ونه ویل چې بند باتې شویو مرکزونو په شمېر کې هم کموالی راغلی او که نه:«ګواښونه له مخکې هم وو، ... خو زموږ عملیات دوام لري، مخکې له دې هم وو او د ټاکنو په بهیر کې به هم ټاکنې دوام ولري او له ټاکنو وروسته به هم دوام ولري.»

په همدې حال کې اجراییه ریاست افغان ځواکونو ته د رایې ورکړې د مرکزونو د امنیت د تامین سپارښتنه کړې ده.

د هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ته کابو نهه میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.  

ټاکل شوې ده چې شنبې(د تلې په ۶مه نېټه) سهار اووه بجې د رایې په ټول هېواد کې د رایې د ورکړې بهیر پیل او در د ماسپیښین له دریو بجو پورې به دوام وکړي

شریک یي کړئ