Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'شونې به نه وي چې د تلې په ۲۷مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي'

په داسې حال کې چې له ټاکنو یوه ورځ وروسته باید د بایومېټریک دستګاوو ټول مالومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون په د مالوماتو په مرکزي بانک کې ځای پر ځای شوي وای، خو له ټاکنو څخه د یوولسو ورځو په تېرېدو سره لا هم دغه مالومات په بشپړ توګه د کمېسیون مرکزي سیستم ته نه دي رسېدلي. 

اخوا بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېنشر مولانا محمد عبدالله په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي:«چې له ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ ورځې وروسته د رایې ورکولو د ۲۶۵۰۰ محلونو څخه د بایومېټریک ۲۲۴۰۰ دستګاوو لومړني او د ۱۴۰۰۰ دستګاوو وروستي مالومات د کمېسیون مالوماتي بانک ته لېږدول شوي دي.»

ښاغلی عبدالله زیاتوي: «که‎چېرې د ولسمشریزو ټاکنو بایومېټریک مالومات په دې بڼه پړاونه کچ کړي، د تلې په ۲۷مه به د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به ناشونی وي.» 

هغه تګلاره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوره کړې وه د رایو ورکوکو بهیر له پای ته رسېدو وروسته د بایومېټریک دستګاوو ټول مالومات له انټرنټ سره له وصلولو وروسته باید په اتومات ډول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته لېږدول شوي وای، خو اوس چې له ټاکنو یوولس ورځې تېرېږي د دغو دستګاوو مالومات په بشپړه توګه نه دي لېږدول شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وویل:«ستونزمن کار نه دی، اوس هم اسانه ده، په دې مانا چې د څه باندې ۲۶ زره دستګاوو تسلیمي چې له ټولو ولایتونو په ۱۳مه نېټه رارسېدلي په دې مانا نه دي چې تاسې یې د تلې له شپږمې حساب کړئ، یعنې یوازې درې ورځې کېږي چې موږ دغو ماشینونو ته لاسرسۍ پيدا کړی دی.»

په دې ځای کې انټرنټ دومره کمزوری دی چې د بایومېټریک د یوې دستګاه د مالوماتو ثبتول له یوه ساعته زیات وخت نیسي.

په دغه برخه کې چې ټولې هغه رایې چې په فېزیکي توګه د رایو له مرکزونو کمېسیون ته رسېدلي شمېرل کېږي او د کار له پای ته رسېدو وروسته بایومېټریک رایې له هغو رایو سره پرتله کېږي چې د پایلو په پاڼو کې ثبت شوې دي، په همدې ځای کې بایومېټریک رایې له غیربایومېټریک رایو بیلېږي او هغه مرکزونه چې په‎کې درغلۍ شوي رایې یې ارزول کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وايي:«تاسې پوهېږئ چې دا یو تخنیکي کار دی او کله سرعت زیاتېږي او کله هم کمېږي، خو موږ ژمن یوو چې پایلې د مهال‎وېش پر بنسټ اعلان کړو.»

په تېرو دوو ورځو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مالوماتي بانک هک کېدل هم د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو ډلو ترمنځ د بحث موضوع ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي څرګنده کړه:«هېڅ ډول داسې مورد چې ګواکې زموږ سیسټم ستونزه لري، شتون نه‎لري او زموږ کارونه په عادي توګه په مخ ځي.»

تراوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون توانېدلی چې د بایومتریک د ۲۲۴۰۰ دستګاوو مالومات د دغه کمېسیون مالوماتي بانګ ته ولېږدوي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په کار کې نه چټکتیا او همداراز په دغه کمېسیون کې د انټرنټ کم سرعت ننګونې بلل کېږي.

دا پوښتنه هم مطرح ده چې ولي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له داسې شرکت سره تړون نه دی کړی چې ښه انټرنټي خدمات وړاندې کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر عبدالله وايي که‎چېرې د ولسمشریزو ټاکنو بایومېټریک مالوماتو لېږد بهیر په پڅه توګه روان وي شونې نه ده چې د تلې په ۲۷مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي. 

شریک یي کړئ