Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله د اروپا بهرني سیاست د مسوول په خبرو اعتراض وکړ

اجراییه رییس او د "ثبات او همپالنې ټاکنیز ډلې مشر، عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول، جوزف بورل پر خبرو چې ویلي یې دي ولسمشر غني ته یې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د بریا مبارکي ویلي، اعتراض کړی.

ښاغلي عبدالله د جوزف بورل دریځ "غیر اصولي" بللی او "د اروپايي ټولنې پر اوصولو چې ولسواکي او رڼې ټاکنې دي" سترګې پټول بللي دي.

د ښاغلي عبدالله په اعتراضي لیک کې چې بورل ته یې لیکلی، راغلي:«د هغه تبریکي پیغام "د درغلیو ډلې ته.. د افغانستان د خلکو د تمې خلاف، د ټاکنیزو ډلو تمې خلاف او د اروپايي ټولنې بې طرفي خلاف" ده.

اروپايي ټولنې چهارشنپې( د سلواغې په ۳۰مه نېټه) د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغې ټولنې د بهرنیو چارو مسوول، جوزف بورل له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړې دي.

اعلامیه کې راغلي دي چې اروپايي ټولنه د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې نوې ادارې سره همکارۍ ته چمتو ده.

ښاغلي بورل همداراز د ولسمشر غني لخوا د ټول شموله دولت له جوړلو هرکلی کړی دی؛ د بورل په خبره داسې دولت چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالي(یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې چمتو دي څو افغانستان کې له نوي حکومت سره همکاري وکړي

د ثبات او همپالنې مشري افغانستان کې له اروپايي ټولنې له پلاوي غوښتنه کړې چې په دې اړه "اړین توضیحات" ورکړي

شریک یي کړئ