Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د رایو ۴۳۱ مرکزونو د تړلو په اړه رپوټ کې دروغو نغښتي دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی د امنیتي بنسټونو هغه راپورونو بې بنسټه او درواغجن بللي چې ویلي يې دي د رايو ۴۳۱ مرکزونه د ناامنویو له امله تړلې دي. 

د محمد عبدالله په خبره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرغني په شتون کې له امنیتي بنسټونو غوښتنه کړې چيې په دې برخه کې راټول شوي مالومات له کمېسیون سره شریک کړي. 

 په ټول هېواد کې د امنیتي ګواښونو له امله د رایو د ۴۳۱ مرکزونو د تړلو په اړه د رپوټونو له خپرېدو څو ورځې وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه غړي په دې اړه د امنیتي ادارو څېړنې د پوښتنې وړ بولي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله په دې اړه وویل:«دوی ۴۳۱ مرکزونه تړلي اعلان کړل، ۶۷۵ مرکزونه له لوړ ګواښ، ۹۷۰ مرکزونه له ټيټ ګواښ او ۳۳۶۰ مرکزونه غوندي یا هم پرانیستي؛ خو دغه ۴۳۱ مرکزونه چې دوی تړلي اعلان کړی او رپوټ ورکړی، دا یوازې په څو ولایتونو کې دي چې زما له لیدلوري چې په افغانستان کې ژوند کوم، دا واقعي نه دي! په دې کې دروغ نغښتي دي.»

له بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دا غړی په دغه کمېسیون کې د ګومارنو په برخه کې ستونزو ته هم اشاره کوي او پرهغه څه نیوکه کوي چې د سرپرستانو یا ناقانونه کسانو لخوا د دې کمېسیون د ځینو برخو اداره کول یې ګڼي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله زیاتوي:«موږ په خپل دارالانشا کې په لوړو رتبو کې ناقانونه کسان لرو. هم ناقانونه حضور لري او هم داسې کسان لرو چې په ناقانونه توګه ګومارل شوي دي؛ خو د محکمې او نورو او نورو په دهلېزونو کې ګرځي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون ویاند فرید احمد د ښاغلي محمد عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې وايي:«د هغو څېړونو پر بنسټ چې موږ یې د محترم ټاکنو کمېسیون سره په ګډ کار کې سره لرو، د دې ښودنه کوي چې دوی د ګومارنې په بهیر کې مشترک دریځ نه درلود او معمولاً د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو او د دارالانشا ریاست ترمنځ د لیدلوري تضاد موجود وي، چې دا د ګومارنې په بهیر کې د ځنډ لامل شوی دی.»

په دې لړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه په هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د دې کمسیون پر هڅو ټینګار کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ په دې اړه وویل:«په خپلواکه توګه مو تر همدې شېبې خپل کار مخ ته بیولی او انشاالله دا هم مخته بیایوو. تاسو ته ډاډ درکوم چې د افغانستان د شریف ملت د رایو په ساتنه کې، لکه‎څرنګه چې خپل خدای ته ژمنه لرو، انشاالله دا ساتو.»

ولسمشرۍ انتخابات د تلې په شپږمه نېته کېږي او د دغو ټاکنو د امنیت خوندیتوب، د افغان حکومت او متحدینو لپاره لویه ازموینه بلل کېږي.

له دې مخکې د هېواد یو شمېر سیمه‎يیزو چارواکو ویلي په ځینو ولایتونو کې آن هغه مرکزونه چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پرانیستي وو اوس د ناامنۍ له کبله تړل شوي دي.

بلخوا د ولسمشرېزو ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله د دي پخلی کړی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دارالانشا کې غیرقانوني کسان موجود دي، او یو شمېر نور کسان بیا په غیر قانوني ډول پر دندو ګومارل شوي دي.

شریک یي کړئ