Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د سولې ترڅنګ باید ټاکنو کې رڼښت ته هم پام وکړو

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله نن(دوشنبې د لړم په ۶مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې د سولې لپاره له هر رامنځته شوي فرصته باید استفاده وشي، خو ترڅنګ یې باید د ټاکنو په بهیر کې رڼښت ته هم متوجه ووسو.

عبدالله زیاته کړه:«د سولې او ټاکنو موضوع تل مطرح ده، که یوه شېبه هم د سولې تامین لپاره وي، خو یوه شېبه هم په ټاکنو کې د رڼښت لپاره باید غافل ونه وسو او د ټاکنو رڼې پایلې باید د برخلیک ټاکلو لامل شي.»

هغه وړاندې وايي:«زموږ دریځ تل همدا دی چې له هر رامخته کېدونکي فرصته باید استفاده وشي او هم مهاله ورسره په ټاکنو کې د رڼښت تامین ته هم پام وکړو.»

ښاغلي عبدالله همداراز په دې ناسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر بې طرفۍ او خپلواکۍ ټینګار وکړ.

اجراییه رییس په دې اړه وویل:«رڼې ټاکنې په هېواد کې د ولسواکۍ ژوغورنې، د دموکراسۍ او ثبات تامین لامل کېږي چې د ټاکنو پاتې بهیر کې د خپلواکۍ او خپلواکۍ ساتلو ته د ټاکنیزو کمېسیونونو پام غواړو.»

ښاغلي عبدالله همداراز د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست، صلاح الدین رباني له کارکړنو چې تېره اوونۍ یې استعفا ورکړه، ستاینه وکړه.

هغه د ښاغلي رباني د استعفا په تړاو وویل:«د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر، صلاح الدین رباني خپله استعفا وړاندې کړه، په دادسې حال کې چې زما لیوالتیا دا وه چې د ملي یووالي حکومت د کار وروستیو ورځو کې کار ته دوام ورکړي، ښه به وه، خو د هغو دلایلو له کبله چې دوی هم یادونه وکړه او کارۍ چاپېریال مناسب نه وو، دوی استعفا ورکړه.»

اجراییه رییس همداراز کابل ته د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سفر په اړه یې وویل چې ورسره یې لیدلي او د سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.

ښاغلی عبدالله وايي چې رڼې ټاکنې به هېواد کې په ټولو برخو کې د مثبت بدلون لامل شي

شریک یي کړئ