Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له عبدالله سره د اتمر ډلې د ځینو غړو یوځای کېدو په اړه سلامشورې

د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې کې له اختلافونو وروسته، د دغې ټاکنیزې ډلې ځينې غړي، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي، وروستیو ورځو کې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې یو شمېر مخکښو څېرو د ثبات او هم‌پالنې ډلې سره د یوځای کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون په دې اړه وویل:«زموږ خبرې اترې د سولې او اعتدال ډلې له ځینو مطرح څېرو او همدارنګه د ځينو نورو ټاکنیزو ډلو له مطرح څېرو سره دوام لري هیله ده چې ډېر ژر دغه خبرې مثبته پایله ولري.»

د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډلې اړوند سرچینې بیا وايي، د هغو ۹۳ ټاکنیزو مرکزونو څخه د کمپاین لپاره دې ډلې جوړ کړي و، ټول بند دي او یوازې کابل کې یې مرکزي هغه پرانیستې پاتې دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم په دې اړه وویل:«دوی ځي له نورو ډلو سره یوځای کېږي هغه هم د خپلو کوچنیو ګټو لپاره، موږ او تاسې به په راتلوونکي کې د دې خبرې شاهد وو.»

له دې وړاندې د احمدولي مسعود په مشرۍ ټاکنیزې ډلې هم ویلي و، د حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې د یو شمېر مهمو غړیو سره د یو ځای کېدو په اړه خبرې کړي دي.

خو د حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې ویاند د خپلې ډلې پاشل کېدل نه مني، خو له نورو ټاکنیزو ډلو سره د دې ډلې د مخکښو کسانو لیدنې نه ردوي او زیاتوي، تر هغه چې د ټاکنو د روڼتیا په اړه ډاډه نه شي، ټاکنیز کمپاین نه پیلوي.

د محمد حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې ویاند قادر شاه وايي:«په اوسني وضعیت کې هېڅ اعتماد موجود نه دی چې موږ دې رڼې ټاکنې ولرو که‎چېرې دا وضعیت دوام پيدا کړي یو بحث دی او که‎چېرې دا حالت بدلون وکړي او تضمین رامنځته شي زموږ مشران سره کېني او پرېکړه کوي.»

د محمد حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې ترمنځ اختلاف له هغه وروسته رسنیز شو چې د لومړي وزارت د څوکۍ څرنګوالي له کبله د عطامحمد نورو او هغه ترمنځ اختلاف منځ‌ته راغی.

شریک یي کړئ