Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ټاکنیزو ډلو سره د کمېسیون غونډه بې پایلې پای ته ورسېده

له ټاکنیزو ډلو او د انتخاباتو څارونکو بنسټونو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ګډه غونډه چې نن (یکشنبې د لیندۍ په ۱۷مه) د ټاکنیزو ستونزو د حل لار موندنې په موخه ټاکنو کمېسیون کې جوړه شوې وهو بې پایلې پای ته ورسېده.

په نننۍ غونډه کې، د ټاکنډلو، ټاکنو کمېسیون، څارونکو بنسټونو استازو او څه باندې ۷۰ تنه بهرنیو ډپيلماټانو حضور درلود.
 
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د شته ننګونو او په ځانګړې توګه د ۳۰۰ زره جنجالي رایو چې، په ځینو ولایتونو کې د لاریونونو لامل هم شوی، له یو شمېر ټاکنیزو ډلو، څارونکو بنسټونو او بهرنیو ډیپلوماټانو سره یوه ناسته د یاد کمیسیون په اډانه کې جوړه کړه.

په داسې حال چې، ځینې ټاکنیزې ډلې، څه باندې ۱۳۷ زره رایې چې د ټاکنو کمېسیون په وینا په احتیاطي دستګاوو کې ثبت شوي او څه باندې ۱۰۲ زره رایې چې د ټاکنو په ورځ مخکې له ټاکل شوي وخته او یا هم وروسته له ټاکل شوي وخته کارېدلي او همداراز څه باندې ۲۴۰۰ نورې رایې تقلبي بولي؛ خو د ټاکنو کمېسیون په ټینګار سره وايي چې دغه رایې د اعتبار وړ دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمد حنیف دانشیار وايي:«موږ اړ یوو له مخکې تعیین شوي حقوقي چوکاټ کې کار وکړو. شونې ده چې اوس ځينې نظرونه پیدا شي چې د ټاکنو په ښه والي کې ونډه ولري، خو په دغه وقت کې شونې نه ده چې موږ نوي نظریات د ټاکنو بهیر کې شامل کړو.»

یو شمېر ټاکنیزې ډلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د قانون پر نقضولو تورونوي او زیاتوي چې، د دغه کمېسیون څرګندونې قانوني بنسټ نه لري.

په دغې ناسته کې د ټاکنو د کمېسیون د غړو او د ټاکنیزو ډلو د استازو تر منځ لفظي شخړې هم وشوې.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې مرستیال اسدالله سعادتي وویل:«تاسو پرېکړه وکړه چې پایلې ته ونه رسېږئ، تاسو پرېکړه کړې. موږ خپلې وروستۍ خبرې کوو او موږ هم ځو خپله پرېکړه کوو چې په څرګنده یوه قانون ماتوونکي سره څه وکړو.»

خو یو شمېر نورې ټاکنیزې او د ټاکنو ځینې څارونکې ډلې او سیاسي بهیرونه د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه کوي.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې غړی داوود سلطان زوی څرګندوي:«ناڅاپي پروسه درلو کېږي - په زور نه پرېږدي چې د اوو نورو ولایتونو رایې بیا وشمېرل شي او په هغه ځای کې د ټاکنو بهیر مخته ولاړ شي.»

له دې سره سم، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د پایلو په اړه د پرېکړې له کولو خبر ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وايي:«په هغو ولایتونو کې چې دوستانو د لومړینو پایلو په اړه یې ځينې غوښتنې لرلې بحث به وکړو او له پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړو.»

د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو څه باندې دوه میاشتې تېرېږي؛ خو د ۳۰۰ زره رایو پر سر لانجه، د دې لامل شوې څو د ټاکنو کمېسیون پایلې اعلانې نه کړي. 

شریک یي کړئ