Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رایو بیا شمېرلو پر بهیر د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ نن (سې شنبې د لړم په ۲۱مه) په یوې خبري ناسته کې د رایو پر بیا شمېرلو ټینګار وکړ او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو یې وغوښتل چې دغه کمېسیون ته د رایو بیا شمېرلو لپاره وخت ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه زیاتوي چې په ۱۵ ولایتونو کې یو شمېر ټاکنیزو ډلو د رایو د بیا شمېرنې بهیر مخه نیولې ده، هغه ټینګار کوي د ټاکنو پایلې به د بایومېټریک رایو پر بنسټ اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وايي:«له ټولو دوستانو غواړو چې د ټاکنو کمېسیون ته وخت ورکړي څو بیاشمېرنه ترسره شي، خپل کارونه ترسره کړي او ژر تر ژره پایلې اعلان کړي.»

اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد عبدالله وايي چې د ټاکنو کمېسیون ګواښلی څو د هغو تورونو په اړه چې کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ یا یونما پر نوموړي پورې کړي چوپ پاتې شي.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خبري ناسته کې چې د نوموړي کمېسیون رییسې او غړو هم ګډون درلود، وکړې، خو دا خبري ناسته هغه مهال ګډوډه شوه چې ښاغلي عبدالله هغه لیک چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر یا یونما ته استول شوی و، ولولي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه او مرستیال هڅه کوي د هغه مخنیوی وکړي. 

محمد عبدالله په دغه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو کمېسیون په کارونو کې په مداخلي ،له خپلو صلاحیتونو څخه په ناوړه استفادې او دغه راز په غیر مسلکي والي تورن کړ. او وايي چې کمېسیون ګواښلی څو چوپتیا غوره کړي او ۱۵ ورځې باید له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله څرګندوي:«اجازه راکړئ، تاسې د بیان له ازادۍ سرغړونه مه کوئ، د ترلې دروازې تر شا زما د مرګ او ژوند په اړه بحث دی، اجازه راکړئ زه خپل لیک لولم، تاسې دا حق نه‎لرئ په هېڅ وجه حق نه لرئ چې د بیا ازادۍ پر ضد خبرې وکړئ که نیوکه لرئ وروسته یې وکړئ.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي محمد عبدالله په هغه لیک کې چې د یونما بلل شوی په تاوتریخجن او نامناسب چلند او همداراز د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د یوه کارکونکي په ګواښلو تورن شوی، نوموړی دا لیک په کابل کې د یونما دفتر د تعریف شوي ماموریت پرخلاف بولي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل په دې اړه وايي:«ټاکل شوې نه ده چې ښاغلی مولانا صاحب دې دلته خپل لیک ولولي موږ په اجنډا کې نه وه موږ ښې موضوعګانې لرلې.»

د افغانستان د څېړونکو شبکې مرستیال علي عدیلي څرګنده کړه:«کمېشنران حتا نه شي کولای چې یو کنفرانس مدیریت کړي دا کار د خلکو تمې ته جدي زیان رسوي.»

د تیفا څارونکی ناصر ناصري زاده هم وویل:«هغه بهیر چې اوس یې په کمېسیون کې شاهد یوو د ټاکنیز بندون یوه بڼه ده او کمېسیون نه دی توانېدلی چې د ټاکنو قانون او حقوقي چوکاټ ته درناوی وکړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ ټاکنو د روڼتیا لپاره به د ۸ زره او ۲۵۵ محلونو رایې بیا وشمېرل شي خو ټاکنیزې ډلې د روڼتیا په برخه کې د کمېسیون پر کار بې باوره دي.

اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد عبدالله وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ګواښلی څو د یونما په اړه چوپتیا غوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه