Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبیل: د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې بریالی نلري

د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل وویل په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون د ملي یووالي د حکومت د مشرانو پر مخ درنه څپېړه وه او دې کار ښکاره کړه چې خلک د حکومت په مشرانو او ټاکنیزو کمېسیونونو بې باوره شوي دي.

نوموړي سې‎شنبې(د تلې په ۹مه نېټه) خبري غونډې ته وویل چې ټاکنې هیڅ بریالی نوماند نه لري او د ټاکنو کمېسیون باید دویم پړاو ته چمتووالی ونیسي.

ښاغلي نبیل دغه راز پر یوه ټاکنیزه ډله تور لګولی چې پر ټاکنیزو کمپاینونو یې ۱۷۵ میلیونه ډالر لګولي دي.

د ملي امنیت پخوانی رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وایي چې داسې معلومات ورسره دي چې ښيي یوې ټاکنیزې ډلې په ټاکنو کې یو سلو پنځه اویا ملیون ډالره لګولې دي او دغه راز یې له ځینو کسانو سره ژمنلیکونه لاسلیک کړي دي چې په حکومت کې به یې د هغوي جرمي دوسیې نه څیړي او دغه راز ډیرو واردمخه مققریو ژمنه شوې ده.

ښاغلی نبیل وایي چې هیڅ اداره یا کس حق نه لري چې د ټاکنو پایلې اعلان کړي او هغه کسان چې د ټاکنو د پایلو له اعلانیدو مخکې د ګټلو اعلان کوي موخه یې کړکیچ ته دلارې اوارول دي.

ښاغلی نبیل وایي چې په دغو ټاکنو کې یوازې له یو نیم تر دوو ملیون تنو ګډون کړی دی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو روڼتیا په پام کې ونیسي.

نورې ټاکنیزې ډلې هم ټينګار کوي چې کمیسیون باید یوازې بایو مټریک شوې رایې باوري اعلان کړي.

رحمت الله نبیل ټينګار کوي چې هیڅ نوماند حق نه لري چې قومي مسایل مطرح کړي .نوموړی په کړکیچ کې د افغانستان د نه ښکیل کېدو کلي د ټاکنو روڼتیا بولي.

رحمت الله نبیل ټینګار وکړ چې هیڅ نوماند حق نلري قومي مسایل مطرح کړي او ناورین ته د افغانستان نه تلو کنجي د ټاکنو په رڼښت کې دی

شریک یي کړئ