Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نورستانۍ: د ولسمشرۍ ټاکنو ۹۰ مېلیون ډالره لګښت حکومت ورکوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیسه وايي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي بودیجه وروستۍ شوې او دم‎ګړۍ په ډنمارک کې حساس ټاکنیز توکي د چاپ په حال کې دي. 

اغلي نورستانۍ زیاتوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره د بودجې په ورکړې سره د دې بنسټ لویه اندېښنه پای ته رسولې ده. 

حوا علم نورستانۍ وايي، اوس‌مهال دوی د رایې ورکوونکو د نوم‌لړ په وروستي کولو، د رایو پاڼو په چاپ او تر خوا یې د کارکوونکو د ګومارنې پر څرنګوالي کار کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وايي:«تراوسه یوازې ژمنه وه په عمل کې څه نه وو، خو اوس وروستۍ شوه؛ نوي مېلیونه ډالره حکومت ورکوي؛ دا وروستۍ شوه. او ۵۹ مېلیونه یې مرسته کوونکي هېوادونو ژمنه کړې او بالاخره هغه ژمنه چې نړیوالو ملګرو کړې وه هغه هم وروستۍ شوه.»

خو د دې سربېره بیا پر ټاکنو د څار ځينې بنسټونه د ټاکنو لپاره د کمېسیون پر مدیریت نیوکه کوي او زیاتوي، د کمېسیون کارکوونکي د پروګرامونو د عملي کولو او جوړولو په برخه کې ستونزې لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید څرګنده کړه:«نړیوالې ټولنې یوه ډېره کمه ونډه په غاړه اخیستې او دا کمه ونډه هم کولای شي چې پر افغان دولت ستر فشار وي او پر پروسې وي. په تېر کې دوی ستره ونډه اخیسته، مرسته یې کوله، خو باید ډېره ونډه ولري او پروسې ته ننوتلي وای که‎چېرې له روڼتیا اندېښنه ولري باید ډېره ونډه یې اخیستې وای.»

ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پنځه زره او ۳۸۸ مرکزونه مشخحص کړي، خو د ناامنۍ له کبله د دې مرکزونو د تړلي پاتې کېدو اندېښنې پر خپل ځای دي.

ټاکل شوې ده چې د زمري میاشتې په پنځمه ولسمشرۍ ته د اته‌لس نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې منډې ترړې پیل شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي د لګښت نوي مېلیونه ډالره حکومت او ۵۹ مېلیونه نور یې مرسته کوونکي هېوادونه ورکوي.

شریک یي کړئ