Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولایتونو ته د حساسو ټاکنیزو توکو د لېږد بهیر پیل شو

ولایتونو ته د حساسو ټاکنیزو توکو د لېږد بهیر چې ټاکل شوې وه څو ورځې مخکې پيل شي، نن (جمعه د وږي په ۸مه) پیل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ نن له غرمې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل چې ټاکل شوې ده دا بهیر د روانې میاشتې تر ۲۲مې نېټې بشپړ شي.

ښاغلی ننګ وايي، تر شل راتلوونکو ورځو به دري دېرش ولایتونو د ځمکې او هوا له لارې ټول ټاکنیز توکي ولېږدول شي.

د ټاکنوخپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس همدارنګه څرګنده کړه چې حساس ټاکنیز توکي به لومړی د ولایتونو مرکزونو او وروسته به ولسوالیو او کلیو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ولېږدول شي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ زیاته کړه:«له مرکزي دفتر څخه ولایتونو ته د ټاکنیزو حساسو توکو لېږد بهیر مو نن د وږي په اتمه نېټه پیل کړ، چې د وږي تر ۲۲مې نېټې د ولایتونو په کچې زموږ لېږد بشپړېږي. او همدارنګه د ولایتونو له کچې د رایې ورکولو مرکزونو ته د حساستو توکو لېږد د وږي له ۲۲مې نېټې پيل او د تلې تر پنځمې نېټې به ترسره شي.»

ټاکل شوې وه چې د حساسو ټاکنیزو توکو د لېږد بهیر د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۶مه)پيل شي، خو د بایومېټریک دستګاوو کې د ستونزو له امله دا بهیر وځنډول شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ، وویل چې د «درملوګ» شرکت چې د بایومېټریک دستګاوو برابرونکی هغه دی، دغې ستونزې ته رسېدنه کړې، خو اړتیا ده چې نوی پوستکالی (سافټ وېر) د ملي او نړیوالو بنسټ،نو له خوا تایید شي.

ښاغلي ننګ نن د دې په اړه چې ایا دغه بنسټونو دغه پوستکالي تایید کړي که نه څه ونه ویل.

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. ټاکل شوې ده چې رایه ورکوونکي، د رایې ورکولو ۵۳۷۳ مرکزونو او ۲۹ زره او ۵۸۶ محلونو ته ولاړ شي او اولس تنو ته چې دغو ټاکنو ته نوماندان دي رایه ورکړي.

که‎څه هم د سولې خبرې اترې له ټاکنو پر یوه مهال، د ټاکنو د ترسراوي په اړه ځينې اندېښنې رامنځته کړې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشا وايي چې کمېسیون ژمن دی څو د ټاکنو د مهال‎وېش پر بنسټ تو انتخاباتي پړاونه په رڼه، سالمه توګه او پر وخت تطبیق کړي.

شریک یي کړئ