Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمېسیون: د رایو ۱۳۷۲ محلونه بیاشمېرنې ته اړتیا نه لري

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په هغه نوملړ کې چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ولایتي دفترونو له خوا د هغوی د بیاشمېرنې په اړه پرېکړه شوې ده، د هغوی ۱۳۷۲ محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا نه لري او له دې مخکې بیا شمېرل شوي دي. 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون ته د لېږل شوي لیک پر بنسټ: د ۱۰۹۸ محلونو رایې تر دې مخکې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو په تفاهم سره بیاشمېرل شوي دي، د ۲۷۴ محلونو رایې په لومړي پړاو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري بیاشمېرنې ته تللې وې، د ۳۳۳۰ محلونو په رایو کې له یوه تر پنځو پورې توپير شتون، ۷۷۶ محلونه په تکراري نوملړ کې دي او د حذفېدو وړ دي او د رایې ورکړې ۱۳۴ محلونه ډېر وضاحت ته اړتیا لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه زیاته کړه:«موږ د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې له کمېسیون سره یو کلي تحلیل شریک کړی دی.»

خو په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یوه سرچینه وايي چې د دغه کمېسیون دارالانشا د دغه کمېسیون له کمشنرانو سره له مشورې پرته دغه پروګرام یې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون ته استولی دی.

له دې سره سم، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي د استېنافي شکایتونو په اړه له پرېکړې وروسته، د دغو محلونو د رایو د بیاشمېرلو برخلیک به هم روښانه شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي څرګنده کړه:«لا ژر دی چې بیا شمېرلو ته ولاړ شي او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وروستۍ پرېکړې ته په تمه یوو.»
 
په ورته وخت کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم وايي چې، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون کې کار ډېر پڅ روان دی.

د تیفا اجراييه رییس نعیم ایوب زاده وویل:«موږ هلته ځينې سرتېری وینوو، او قصداً د دې هڅه کېږي چې ژر یوې پایلې ته ونه رسېږي.»

له بل لوري ځينې ټاکنیزې ډلې له هغه څه چې، د ټاکنیزو تخطیو پر جرمونو د تورنو کسانو په اړه د ټاکنیزو کمېسیونونو ناغېړي بولي نیوکه کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې، د دغو کارکوونکو په اړه یې د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه ډېر مالومات غوښتي دي.

له بل لوري، په دولسو ولایتونو کې د استېنافي شکاتونو د څېړنې او ارزونې لړۍ روانه ده او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې، ۱۲ نورو ورځو ته اړتیا لري چې د څه باندې ۶ زره استېنافي شکایتونو په اړه پرېکړه وکړي.

شریک یي کړئ