Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون پر پرېکړو دڅارونکو بنسټونو نیوکې

پر ټاکنو څارونکو بنسټونو نن دوشنبې ( سلواغې په ۲۱مه) د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې مبهمې او ناڅرګندې ګڼي.

دوی وايي چې د دغو پرېکړو څو برخې روښانه نه دي او د ناسمې استفادې د مخنیوي لپاره دغه بنسټ باید ډېر توضیحات ورکړي.
 
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وايي:«پر هغه څه چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون پرېکړه کړې موږ په ځلونو ویلي چې د خپلو پرېکړو په اړه او د دې په اړه چې معیار څه و او ورته مهال هغه سلنې چې دوی تعیین کړې دي، دا ښه ده چې د خلکو لپاره وضاحت ورکړي او له بده مرغه په دې برخه کې لږ وضاحت ورکړل شوی دی.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده هم زیاتوي:«له بده مرغه څو پرېکړې یې ستونزې لري، د ځينو بیلګو اخیستل یې ستونزې لري، د کیو ار کوډ مسله ستونزه لري.»

د ولسمشرۍ ټاکنو د جنجالي رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د دغې پرېکړې له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلې، دغه بنسټ ویلي له بایومېټریک پرته ۲۴۲۳ محلونو څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا بااعتباره بلل شوي ۲۹۷ محلونو د رایو په اړه د ځانګړې ارزونې پرېکړه کړې، خو ټاکنیزې ډلې نیوکه کوي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د دغو محلونو د رایو بااعتباره بلل په کيو آر کوډ سټیکرونو پورې اړوند بللي نه له معلوماتي بانک سره د دغو سټیکرونو د پرتله کولو له مخې.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې تخینکي مسوول فضل احمد معنوي په دې اړه څرګندوي:«هغه وخت چې دستګاه هغه ولولي او روغ یې وګڼي سمه ده او که چېرې اعتبار ورنه کړ له دور څخه بهر کېږي.»

د رحمت الله نبیل د ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول مطیع الله ابراهیم زاده هم وویل:«د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمېسیون په خپلو پرېکړو کې هېڅ تخنیکي او هېڅ حقوقي مورد په پام کې نه دی نیولی او یو ډول یې غوښتي چې له خپلو مسوولیتونو تېښته وکړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د خپلو پرېکړو د جزیاتو په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي چې دغه پرېکړې د نوموړي کمېسیون له غړو سره د سلامشورو له مخې شوې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وايي:«موږ د پرېکړې د متن پر مطابق خپل تطبیقات ترسره کوو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونو د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون استازي دې د خپلو پرېکړو د طبیق په اړه خپل ډاډ ترلاسه کړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون غړی قطب الدین رویدار څرګندوي:«زموږپرېکړې ډېر وضاحت لري او بل هېڅ ډول توضیح ته اړتیا نه لري.»

په داسې حال کې چې تراوسه روښانه نه ده د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به څه وخت روښانه شي خو هېوادوال تمه لري چې ژرتر ژره د انتخاباتو واقعي پایلې اعلان شي.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د پرېکړو څو برخې روښانه نه دي او د ناسمې استفادې د مخنیوي لپاره دغه بنسټ باید ډېر توضیحات ورکړي.

شریک یي کړئ