Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: یوازې بایومېټریک شوې رایې به د اعتبار وړ وي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي یوازي هغه رايي به د اعتبار وړ وي، چې په بایومېټریک ماشیتونو کې ثبت شوي وي. 

د یاد کمېسیون مسوولین وايي په دې برخه کې هر ډول شاتګ به له ځان سره ناوړې پایلې ولري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ټینګارکوي چې د ټاکنو د قانون د نولسمې مادې له مخې  یوازې هغه رایې اعتبار لري چې په بایومټریک دستګاوو کې ثبت شوي دي او ټاکنیزې ادارې نه شي کولای په دې برخه کې له پرېکړې لاس په سر شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند  محمد قاسم الیاسي په دې اړه وویل:«هر ډول شاتګ به واقعیت کې له بایومېټریک رایو، د ټاکنو له قانون او کړنلارو هغه دی، نو پر دې بنسټ په دغه صورت کې شونې ده چې د ټاکنو کمېسیون، انتخاباتي ټکټونو او هغو هېوادوالو ته چې د رایې ورکولو لپاره تللي دي ناوړې پایلې ولري.»

اخوا د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د تخنیکي برخې مسوول اجمل هوډمن وایي چې د ټاکنو د رای پاڼو د پایلو له مخې محمد اشرف غني ګټونکی دی، خو د ټاکنو د کمېسیون له لوري د تورو او سپینو رایو د جلاکولو په تمه به وي.

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د تخنیکي برخې مسوول اجمل هوډمن څرګنده کړه:«دا چې زموږ څارونکي حق لري چې د پایلو له پاڼو یوه کاپي له ځان سره ولري د افغانستان له ټولو ولایتونو هم موږ ته د پایلو پاڼو کاپي رسېدلې همدارنګه د هغه یوزر له لارې چې نوماندانو ته ورکړل شوی هم رسېدنه لرو موږ د هغې ارزونې او محاسبې پر بنسټ چې کړې مو ده چې د دولت جوړونکي ډلې نوماند پرېکنده ګټوونکی دی.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د تخنکي برخې مسوول بیا وایي چې دې ډلې هغه رایې راټولې کړې دي چې په بایومېټریک دستګاوو کې ثبت شوي او د پاکو رایو له مخې عبدالله عبدالله د دغو ټاکنو مخکښ دی.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د تخنیکي برخې مسوول نور رحمان اخلاقي وايي:«یوځل ټولې پایل‎پاڼې چې کابو ۲۳ زره پایل‎پاڼې سیسټم ته داخلې کړې او محاسبه مو وکړه د هغو رایو پایلې چې د ریزل شیټ پر مخ ښکاره شوې، څو دي، وروسته راغلو تفکیک مو کړې، هغه پایلې چې د ریزل شیټ کې لیکل شوي له بایومېټریک شویو رایو سره څه ت،توپیر لري وروسته دا توپیر موږ منفي کړد نوماند له تفکیک سره دا کار مو وکړ او په همدې ترتیب سره دې پایلې ته ورسېدو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې اعلان کړی دی چې د رایې ورکونې په څه باندې شپږویشت زرو پنځه سوه محلونو کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوي دي . د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالویش له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په اوه ویشتمه اعلان کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین وايي چې یوازې بایومېټریک شوې رایې د اعتبار وړ دي، یاد کمېسیون په دې برخه کې هر ډول شاتګ به له ځان سره ناوړې پایلې ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه