Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پدرام د ټاکنو پایلې ردوي او د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي

د ولسمشرۍ ټاکنو یو له نوماند عبدالطیف پدرام نن دوشنبې (د کب په ۶مه) د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په لومړنۍ غونډه کې وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې دې باطلې اعلان شي او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لپاره باید یو ټول ګډونه حکومت جوړ شي.

هغه وویل چې د اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت نه مني او زیاتوي د ټاکنو کمېسیون مشروعیت نه لري او د ټاکنو دغه پایلې باطلې ګڼي.

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالطیف پدرام څرګنده کړه:«د ښاغلي غني دولت چې اوس کمېسیون اعلان کړی چې دوی ګټوونکي دي، زموږ، زموږ د ګوند او زموږ د ټکټ او زموږ د مبارزینو لپاره د منلو نه دی ځکه چې د درغلۍ پایله ده.»

هغه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې ناورین رامنځته کوونکې بولي او وايي نه غواړي یو ځل بیا ملي یووالي حکومت رامنځته شي.

ښاغلي پدرام زیاته کړه:«موږ له ټولو بهیرونو سره چې دغه تقلبي رژيم ته د نه ویلو لپاره په ډګر کې دي، خبرې اترې لرو.»

له بلخوا د افغانستان د ملي محاذ کوند مشر حامد ګیلاني وایي د رامنځته شوي ټاکنیز کړکېچ د مخنیوي لپاره باید رایې له سره وارزول شي.

د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګیلاني وویل:«ډېټابیس شته، د ټاکنو حافظه تراوسه موجوده ده او د یوه نړیوال پلاوي په موجویت کې چې په هغه کې د نوماندانو استازي هم وي، بیاځلې وڅېړي او د هغه په رڼا کې یوه پرېکړه وشي.»

د محمد اشرف غني له ټاکنیزې ډلې پرته چې په ټاکنو کې بریالۍ شوې تراوسه هېڅ یوه نوماند د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه دي منلې.

پدرام وویل چې د اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت نه مني او زیاتوي د ټاکنو کمېسیون مشروعیت نه لري او د ټاکنو دغه پایلې باطلې ګڼي.

شریک یي کړئ