Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۱۵ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پای ته رسېدلی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له هغو ولایتونو څخه چې د رايې د بیاشمېرنې لړۍ په کې پای ته رسېدلی مرکز کابل ته د پایلو د لېږد بهیر پیل کړی دی. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي ویلي د هغو پنځلسو ولایتونو له ډلې څخه چې د رايي شمېرنې بهیر په کې پای ته رسېدلی د شپږو هغو پایلې يې مرکز کابل ته را رسېدلي دي او په ټاکنو خپلواک کېمسیون کې د اطلاعاتي مرکز کې د ثبت بهیر هم پیل شوی دی. 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې تراوسه په ۱۵ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر پای ته رسېدلی چې له دې ډلې له شپږو ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو د پایلو پاڼې مرکز ته رسېدلې دي. خو لا هم په اوو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرلو بهیر درول شوی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیو غړی اورنګ زېب په دې اړه وايي:«په دولسو ولایتونو کې دوام لري او په اوو نورو ولایتونو کې تراوسه دغه بهیر پیل شوی نه دی.»

له بلخوا هغه لیک چې تېره اوونۍ د درملوګ شرکت لخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږل شوی د دې ښودنه کوي چې ۱۰۲ زره او ۱۲ رایې د رایو ورکولو له وخته بهر کارول شوې دي.

له دې ډلې یوازې ۶۸ زره او ۸۵۱ رایې د سپتمبر په ۲۸ یا د تلې په شپږمه د رایو ورکولو له وخته بهر کارول شوې او ۲۳ زره او ۱۹۷ رایې هم له ولسمشرۍ ټاکنو یوه ورځ مخکې او اته زره او ۷۶۲ رایې له ټاکنو یوه ورځ وروسته کارول شوې دي. همداراز ۲۰۳ رایې له ټاکنو دوې ورځې مخکې او ۲۹۷ رایې له انتخاباتو دوې ورځې وروسته کارول شوې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي اورنګ زیب زیاته کړه:«موږ د رایو هغه نوملړ چې پرې غور او څېړنه وشي هماغه لېست مو استولی.»

له بلخوا د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي د انتخاباتو کمېسیون باید د رایو له وخته مخکې رایو ته اعتبار ورنه کړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي وویل:«که چېرې په یوې ملي او برخلیک جوړونکې موضوع کې تېروتنه شوې وي د جبران وړ نه ده او که قصداً شوې وي یو خیانت دی.»

د تیفا څارونکی ناصر ناصری زاده هم زیاتوي:«کمېسیون په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه دی او نه شي کولای چې یو واضح او د قناعت وړ ځواب ورکړي.»

بامیان، لوګر، میدان وردک، لغمان، بلخ او ارزګان هغه ولایتونه دي چې د رایو د بیا شمېرلو د پایلو پاڼې یې کابل ته رارسېدلې او په تخار، بدخشان،جوزجان، پنجشیر،بغلان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر د هغه څه له امله چې د ټاکنیزو ډلو مخالفت بلل کېږي نه دی پیل شوی.  

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې تراوسه په ۱۵ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر پای ته رسېدلی چې له دې ډلې له شپږو ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو د پایلو پاڼې مرکز ته رسېدلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه