Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون:په پاتې ۷ولایتونو کې به سبا د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې سبا (یکشنبې، د لیندۍ په ۲۴مه) په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر به پیل شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په فاریاب، سرپل، جوزجان، بدخشان، پنجشېر، بغلان او تخار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه له هغې وروسته وتړل چې کابو یوه میاشت مخکې د ولسمشریزو ټاکنو د بیاشمېرو بهیر له سره پیل شو.

خو تېره شپه د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل چې په دغو اوو ولایتونو کې د کمېسیون کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي. 

اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې سبا به په دغو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې بهیر پېل شي او د دې اوونۍ تر پایه به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی اورنګ زیب وايي:«هغوی به وکړای شي چې د دوه یا درې راتلوونکو ورځو په لړ کې په بشپړه توګه دغه بهیر بشپړ او د ناظرانو او لیدونکو په حضور لومړنۍ پایلې اعلان کړو.»

عبدالله عبدالله د پرون شپې په غونډه کې ټینګار وکړ چې ټاکنیزه ډله به یې اجازه ورنه کړي چې د ټاکنو کمېسیون له لوري تقلبي رایو ته اعتبار ورکړل شي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«یکشنبې - بله ورځ - په دغو اوو ولایتونو کې د بیا شمېرنې اجازه ورکړي چې نور څوک پلمه ونه کړي دا یوه پلمه وه.»

بل پلو دا ټاکنیزه ډله په هغو اوه ویشتو ولایتونو کې د رایو د له سره شمېرلو غوښتونکې ده چې د دې ټاکنیزې ډلې له څارونکو پرته په کې د رایو د شمېرنې بهیر پایته رسېدلی دی.

د ثبات او همپالنې ډلې ویاند فریدون خوځون په دې اړه وايي:«په ۲۷ ولایتونو کې موږ او ټول ټاکنیزې ډلې نه وې له همدې امله موږ یې مسوولیت هم نه منو او پایلې یې هم نه منوو.»

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په اوه ویشتو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې پایلې راټولې شوي دي او یوازې په اوو پاتې ولایتونو کې به د رایو بیاشمېرنه  پېل شي.

دستۀ انتخاباتی ثبات و هم‌گرایی اکنون خواهان بازشماری مجدد آرا در ۲۷ ولایتی است که بدون ناظران این دستۀ انتخاباتی روند بازشماری آرا در آن‌ها پایان یافته است.

شریک یي کړئ