Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: د ۵۳۷۸ محلونو د رایو بیا شمېرو په اړه پرېکړه نه ده شوې

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې د دغه کمېسیون غړو تراوسه د رایې ورکولو د څه باندې ۵۰۰۰ محلونو د رایو بیا شمېرو په اړه چې د کمېسیون د ولایتي دفترتونو له خوا د هغوی د بیا شمېرلو پرېکړه شوې، تصمیم نه ده کړه.

د دغه کمېسیون ویاند وايي تر هغې چې د دغه کمېسیون غړي د دغو محلونو د رایو بیا شمېرلو په اړه سلامشورې وروستۍ نه شي، د رایې ورکړې دغو محلونو کې به رایې بیا ونه شمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون منشي او ویاند  محمد قاسم الیاسي وویل:«دلته یو بل بحث شتون لري چې د کمېسیون غړي باید د هغه په اړه پرېکړه وکړي، که چېرې داسې محلونه شتون ولري چې بیاشمېرل شوي وي بیاځلې بیاشمېرو ته ولاړ شي که نه؟»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون یوه غړي د پنجشنبې پر ورځ ویلي دي چې د رایې ورکړې د هغو محلونو رایې به چې پر وړاندې یې د استېناف غوښتنه نه ده شوې؛ د دغه کمېسیون له لوري د ټاکنیزو ډلو د اعتراضونو له څېړلو مخکې بیا وشمېرل شي.

بلخوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د غړو متفاوت معلومات به د ټاکنو پایلې له ننګونو سره مخ کړي.

د ټيفا اجرایه رییس نعیم ایوب زاده په دې اړه وویل:«هغه جزییات چې وکړای شي شمېرې تثبیت کړي شتون نه لري له شمېرو سره یو ډول لوبه شوې، قوانین، لوایح او مقررات په پام کې نه دي نیول شوي او نن د همغږۍ او نه همغږۍ بحث رامنځته شوی دی.»

ټاکنیزو ډلو تراوسه په ۲۳ ولایتونو کې د کمېسیون د ولایتي دفترونو د ېرېکړو پر وړاندې د استېناف غوښتنه کړې ده چې په رایو، مشکوکو رایو او له وخت نه بهر رایو کې توپیر، د غو شکایتونو تر ټولو مهمو هغه دي.

دغه کمېسیون تر دې وړاندې ویلي دي چې د کمېسیون د ولایتي دفترونو پرېکړې چې پر وړاندې یې اعتراضونه نشته وروستي دي.

بل خوا ټاکنیزې ډلې وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون نه شي کولای د دغو ټاکنیزو ډلو پر استېناف غوښتنې له غور مخکې د رایې ورکولو د محلونو بیاشمېرنه پېل کړي.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د تخنیکي برخې مسوول محمد اجمل هوډمن په دې اړه وویل:«مرکزي کمېسیون له دې مخکې چې زموږ استېناف غوښتنې ته رسېدنه وکړي او په دې اړه پرېکړه ونه کړي نه شي کولای بیا شمېرنې ته ولاړ شي.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د تخنیکي برخې مسوول نوررحمان اخلاقي هم وايي:«له ولایتونو متفاوتې پرېکړې راغلې دي باید دا پرېکړې واحد کړي او وروسته هغه محلونه چې بیا شمېرنې ته ځي او هغه محلونه چې د هغوی پر باطلېدو پرېکړه کېږي، د دوی رپوټ باید له درملوګ څخه وغوښتل شي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون تر اوسه د ټاکنیزو ډلو نژدې درې زره اعتراضونه ثبت کړي چې ډېری دغه شکایتونه په کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، لغمان او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.
 
شریک یي کړئ