Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون: د مخنیویو د دوام په صورت کې د حکومت د مداخلې غوښتونکي یو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ګواښ کوي که‎چېرې د رایو د بیاشمېرنې بهیر کې د ټاکنیزو ډلو مخنیوی دوام پیدا کړي، دغه بنسټ به په دې اړه د حکومت د مداخلې غوښتونکی شي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارواکو په وینا، دم‎ګړۍ د دغه بنسټ ولایتي دفترونه په اوو ولایتونو - فاریاب، سرپل، جوزجان بدخشان، پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې تړلي دي او د دغه کمېسیون کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي  څو د رایو د بیاشمېرلو بهیر پیل کړي. کمېسیون وايي چې دغه دفترونه د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې له خوا د رایو د بیاشمېرلو په اعتراض کې تړل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست په دې اړه زیاته کړه:«احیاناً که‎چېرې دغه ستونزه حل نه شوه، د اساسي قانون او ټاکنو قانون د حکم په پام سره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مکلف دی ټاکنیز نظام تطبیق کړي او په دې برخه کې، د حکومت همکاري جلب کړي، چې د قانون په چوکاټ کې په اوو ولایتونو کې حکومت اجرأت وکړي.»

خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال بیا وایي چې د ټاکنو کمېسیون د دوی غوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او د دغه وضعیت دوام به ټاکنې کړکېچنې کړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي:«موږ ا ضافي او له ناقانوني غوښتنې نه لرلې؛ د روڼتیا لپاره یوه قانوني غوښتنه د کړنلارې او قانون په مطابق لرله. که‎چېرې دا غوښتنه ونه منل شي، یقیناً زه فکر کوم چې نور د افغانستان په ټاکنو حساب نه کېږي.»

د رایو بیاشمېرنې بهیر تېره اوونۍ تراوسه دوام لري. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه دغه بهیر په ۲۴ ولایتونو کې پای ته رسېدلی او په درې ولایتونو کې - کندهار، کابل او ننګرهار - او نورو ولایتونو کې دوام لري.

د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا رییس په وینا تراوسه د ۲۰ ولایتونو د رایو باشمېرلو پایلې کابل ته رارسېدلي دي.

اخوا د اشرف غني  ټاکنیزې ډله نورې ټاکنیزې ډلې د لومړنیو پایلو د منخنیوي په چاره کې په ناوړه ګټه اخیستنه تورنوي.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د څارنې مسوول داوود سلطان زوی څرګندوي:«د قانون په تطبیق کې هم حکومت ونډه لري او باید خپله ونډه په واضح او سمه توګه ولوبوي.»

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې. اوس چې له دغه بهیره کابو دوه میاشتې تېرېږي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم نه دی بریالی شوی چې حتا لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

 له دې بهیر سره د یو شمېر ټاکنیزو ډلو مخالفت ددې لامل شوی دی څو ددغو ډلو پلویان په اوو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې د بهیر مخه ونیسي.

شریک یي کړئ