Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون د ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان پر څرنګوالي او نېټې کار کوي

د ټاکنو خپلوتاک کمېسیون وايي د کمېسیون د دارالانشا ریاست مالومات راټول کړي او د ۲۷ ولایتونو د رایو پایله يې د کمېسیون غړو ته سپارلې او هغوی پر دې کار کوي چې څه ډول او څه وخت لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څلورو ورځو راهیسې رسنیو ته ویلي د ۲۷ ولایتونو د بیا شمېرل شویو رایو د پایلو په راټولولو به د ولسمشرۍ ټاکنو د قسمي پایلو د اعلان په اړه تصمیم ونیسي تراوسه روښانه نه ده چې څه وخت د ټاکنو کمېسیون د دغو انتخاباتو پایلې له خلکو سره شریکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست وايي:«نن همدا رپوټ له جزیاتو سره یې د کمېنشر صاحبانو له بورډ سره شریک شو او د کمېشنر صاحبانو بورډ هم ښايي د نن ورځې تر پایه او یا هم سبا خپله پرېکړه اعلان کړي.»

بلخوا د ټاکنو پایلو د نامالوم برخلیک په تړاو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په درېیو ولایتونو کې لاریونونه تر سره کړي. 

لاریون کوونکو په پروان ،سرپل او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې له ټاکنو کمېسیون څخه غوښتنه کړې چې د پایلو له اعلان وړاندې د دې ۳۰۰ زره رايي باطلي اعلان کړي. 

په ورته وخت کې د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویانو د هغه څه په غبرګون کې چې له یوې ټاکنیزې ډلې یې د انتخاباتو کمیسیون پلوي بولي لاریون وکړ. لاریون کوونکو د څو ساعتونو لپاره د کابل شمال لاره وتړله.

د پروان د جهاد او مقاومت شورا رییس نوراحمد سکندري په دې اړه وویل:«تر هغې چې پاکې رایې له ناپاکو جلا نه شي دفاع کوو، حتا که چېرې ضرورت وشي لار تړو نه پرېږدو چې څوک زموږ له رایې سره خیانت وکړي.»

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلوی غلام محمد هم وايي:«تقلب کار او مفسده ډله به تر کله زموږ د ملت پر برخلیک حاکمه وي.»

په سرپل کې یو شمېر کسانو لاریونونه وکړل او د درې سوه زره رایو د باطلېدو غوښتنه کوي چې د دوی په وینا تقلبي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلوی نور محمد رحماني څرګندوي:«موږ له خپلو رایو ملاتړ کوو دا تقلب دی او له تقلبه ملاتړ نه کوو.»

په فاریاب ولایت کې هم د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې په پلوۍ لاریونونه وشول.

یو له دغو لاریون کوونکو وايي:«هغه رایې چې تقلبي دي هغه رایې چې ناپاکې دي، تورې رایې دي باید ویستل شي.»

له بل د اجراییه رییس  عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلېفوني اړیکه کې د نورو مسلو ترڅنګ د ټاکنو په اړه هم خبرې کړې دي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په ډاګه کړه:«د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ټاکنو د روڼتیا او اعتبار پلوه ده، څو په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د نظام مشروعیت تامین شي.»

تراوسه د یو شمېر ټاکنیزو ډلو پلویانو په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو مخه نیولې ده له همدې امله روښانه نه ده چې ټاکنیز جنجالونه به څه وخت حل شي؟
 
شریک یي کړئ