Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: نوماندان او څارونکي په ټاکنیزو پروګرامونو کې مزاحمت کوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ولسمشرۍ ټاکنو ځينې نوماندان او څارونکي د دغه بنسټ په عملیاتي پروګرامونو کې د مزاحمت په رامنځته کولو تورن وي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې د همدغو مزاحمتونو په دلیل کمېسیون نه دی توانېدلی چې خپل پروګرامونه په ټاکلي وخت عملي کړي.

د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه وویل:«موږ په جرآت سره خلکو ته وایوو له هغې ورځې چې موږ خپل عملیاتي کارونه پیل کړي، نوماندانو او څارونکو شدید مزاحمتونه لرلې دي. زموږ عملیاتي کارونه یې له پڅوالي سره مخ کړي او موږ نه یوو توانېدلي په خپل وخت خپل کارونه ترسره کړو او ګړم همدوی دی.»

د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وینا په اوو ولایتونو کې د دغه بنسټ دفترونه تړلي دي. هغوی وايي هغو ټاکنیزو ډلو چې دغه دفترونه یې تړلي دي، د رایو بیاشمېرنې بهیر سره مخالف دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څه باندې ۸۴۰۰ محلونو رایې چې بیا شمیرنې ته تللې وې، د ۲ زره او ۴۲۳ محلونو په اړه پرېکړه وکړه او د ۱۱۷۹ محلونو رایې باطلې کړې. د کمیسیون په وینا: د دغو ۲۴۲۳ محلونو د بایومټریک دستګاوې او یا هم میموريګانې ورکې شوي وې.

د ټاکنو خپلواک کميسیون مرستیال سید عصمت الله مل په دې اړه وویل:«ځانګړی څارنه مو وکړه. بیاځلې موږ ته مالومات راورسېدل؛ څه باندې ۱۱سوه محلونه موږ په یوه پرېګړه لیک کې، بې اعتباره اعلان کړل د پاتې په اړه هم پرېکړه کوو.»

خو ټاکنیزې ډلې د رایو له بیاشمېرنې سره په مخالفت سره وايي شاوخوا ۳۰۰ زره رایې تقلبي دي او باید باطلې اعلان شي.

له بل لوري، هغه تصویرونه چې، د ننګرهار د رایو د بیا شمېرلو له ځینو مرکزونو طلوع نیوز ته رسېدلي ښيي چې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي تقلبي او له ټاپې پرته سټیکرونه او هغه سټیکرونه چې کوډونه یې نه لوستل کېږي، د اعتبار وړ بللي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د شورا ویاند عارف کیاني څرګنده کړه:«دا بیا شمېرنه نه ده، دا یوې معینې ډلې په ګټه بیا درغلي ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملاً ټاکنې د کړکېچ په لور بیولې ده؛ په دې لړ کې هر ډول تخنیکي بحث بې ځای دی او هغه بحث چې له دې وروسته کېږي، سیاسي بحث دی.»

له دې سره سم، د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅې کوي څو په پنجشیر، فاریاب، جوزجان، بغلان، سمنګان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه چې، له یوې اوونۍ راهیسې د ځینو ټاکنیزو ډلو د پلویانو له لوري ځنډول شوې، پیل کړي.

د ټاکنو کمېسیون په وینا په ۲۵ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې لړۍ پایته رسېدلې او د شلو ولایتونو پایلې هم مرکز ته رسېدلي دي. سرچینه همداراز زیاتوي چې، په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره امنیتي بنسټونه باید لاس په کار شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټينګار کوي چې یوازې هغه رایې د دوی لپاره معتبرې دي چې بایومېټریک شوې وي.

شریک یي کړئ