د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ګواښ کوي که چېرې د راتلوونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د ۳۰۰ زره تقلبي رایو په اړه پرېکړه اعلان نه شي، د رایو بیا شمېرنې بهیر له مخالفو معترضانو سره به یوځای شي.
د دغې ټاکنیزې ډلې لومړنی مرستیال ادعا لري که چېرې ۳۰۰ زره تقلبي رایې د ټاکنو له پایلو بهر کړل شي، عبدالله عبدالله ۵۰ اعشاریه ۹ سلنه رایې لري او د ولسمشرۍ انتخاباتو ګتوونکی دی.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند په دې اړه وویل:«د دغو درې ډلبندۍ رایو له راوتلو سره، د ملت پاکې رایې څرګندېږي، په هغه صورت کې د ثبات او همپالنې رایې له پنځوس سلنې لوړې دي او ستاسو ملت رایې ۵۱ اعشاریه ۸۹ سلنه رایې دي چې د ملت برخلیک ټاکي.»
دغه ټاکنیزه ډله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د محمد اشرف غني له ټاکنیزې ډلې په ملاتړ تورنوي او وايي کمېسیون د دغې ټاکنیزې ډلې په فشار نه غواړي تقلبي رایې له پاکو هغو بیلې کړي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې دوهم مرستیال اسد الله سعادتي هم څرګنده کړه:«د ملي یووالي حکومت ډول پای ته رسېدلی او ختم دی،بحث دا دی چې موږ باید له درغلۍ مخنیوی وکړو او تقلب کوونکی باید پرې نه ږدو چې د واک پر ځوکۍ کېني.»
د ولسمشر مرستیال او د عبدالله د ټاکنیزې ډلې پلوی جنرال دوستم چې د ټلېفون له لارې یې د دې ناستې برخوالو ته خبرې کولې ټینګار کوي چې د تقلب پر بنسټ به د ټاکنو پایلې ونه مني.
اخوا د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله دا تورونه بې بنسټه بولي او وايي د عبدالله ټاکنیزه ډله باید د رایو د بیا شمېرلو بهیر په وړاندې له دې زیات خنډونه جوړ نه کړي.
د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د څارونکو مسوول داوود سلطان زوي وايي:«د دوی بریا برابره ده د خلکو د رایو له باطلېدو سره او هغه هم هغه باطلېدل چې نه بنسټ ولري او نه هم اصول ولري.»
له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې بنسټ له تصمیم مخکې د بري هر ډول ادعا ناقانونه بولي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند حق پرست څرګنده کړه:«که چېرې حکومت د ټاکنیز نظام د تطبیق لپاره زمینه برابره نه کړي، په دې کې شک نشته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به یو غوراوی پيدا کړي او خپله پرېکړه به اعلان کړي.»
د کابو ۳۰۰ زره رایو پر سر د یو شمېر ټاکنیزو ډلو جنجال د دې لامل شوی چې دا کمېسیون د هېواد په اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرل پیل نه کړي.