Skip to main content
وروستي خبرونه
تاکنی

۹۸ټاکنې: د عبدالله ټاکنیزه ډله وايي د کمېسیون غونډه بې پایلې وه

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هغه ناسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ(لیندۍ ۱۷مه) له یو شمېر ټاکنیزو ډلو سره د ټاکنیزو ستونزو د څېړلو لپاره جوړه کړې وه یوه پلان شوې او بې پایلې ناسته ګڼي. او ګواښ کوي چې د ټاکنو بهیر کړکېچن شوی او که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون قانوني مسیر ته راونه ګرځي او وضعیت به لا پېچلی کړي.

د دغې ډلې یو غړی وايي چې د دغه کمېسیون غړو له هغو ټاکنیزو ډلو سره چې له کمېسیون سره اختلاف لري سیاسي چلند وکړ نه قانوني. دغه ټاکنیزه ډله زیاتوي د انتخاباتو کمېسیون د ټاکنو بهیر له قانوني لارې بهر کړی دی.

په دغې خپرونه کې کوربه کریم امیني په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.

مېلمانه:

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې غړی، خالد سادات

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې غړی، شفیق سیغاني

د حکمتیار ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال، فضل هادي وزین

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews