فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: ولې د ولسي جرګې ټول غړي حاضر نه وي؟
ټآکل شوې راتلونکې یک شنبې په ورځ، د سولې خبرو او د ترکیې ناستې په تړاو د ولسي جرګې د سولې کمیټه ناسته ترسره کړي.
د ولسي جرګې رییس د ترکیې ناسته د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پای ته رسیدو لپاره ښه فرصت بولي او له سیاسي مشرانو غواړي چې اجماع ته ورسیږي او دې ناسته کې په یوه دریځ ګډون وکړي.
خو نن هم د جرګې عمومي غونډه د نورو ورځو عمومي غونډو په څیر نصاب نه درلود او له ۲۵۰ غړو یواځې اتیا کسانو حضور درلود.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې منشي، کریم اتل
د افغانستان د حقوق پوهانو د شورا د مشرتابه غړی، وحید فرزه یي