فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
فراخبر:ډېر ژر د امریکا او طالبانو ترمنځ دهوکړې وروستي کېدو احتمال
د طالبانو پر مهال پاکستان کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې هوکړهلیک به تر راتلوونکو څو ورځو پورې وروستۍ شي او د طالبانو په استازیتوب بخ ملاعبدالغني برادر دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ښاغلي ضعیف له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې امریکايي استازي غواړي د هوکړې متن کې باید دا ولیکل شي، چې وسلهوال طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.
دغه طالب چارواکی همدارنګه زیاتوي چې دواړه لوري په ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه یاسر ابرار له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د بهرنیو چارو وزارت د سیمهييزو همکارو رییس، امیر رامین
سیاسي فعال، احمد سعیدي