فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: اشرف غني د ټاکنو بریالی اعلان شوو
بالاخره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې نن ماښام (سې شنبې د سلواغې ۲۹مه) اعلان کړې او د لومړنیو پایلو په شان یې محمد اشرف غني د دغو ټاکنو د ګټونکی وباله.
د ټاکنو کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ اشرف غني یې د دغو ټاکنو بریالی اعلان کړ او وايي چې دا پرېکړه د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو له تفتیش وروسته نیول شوې ده.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
ژورنالیست، صدیق الله توحیدي
سیاسي فعال، محمد جان رسولیار