فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: خلیلزاد: د سولې بهیر کې د بریا تضمین نه شي کېدای
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د سولې بهیر کې د بریا تضمین نه شي کېدای، خو د دغې بریا لپاره باید ټول هڅه وکړي.
ښاغلی خلیلزاد په دې باور دی چې افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د تاوتریخوالي د کموالي په برخه کې د رامنځه شوې موکې څخه سمه ګټه واخیستل شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
• د افغانستان نوي اساس ګوند رییس، احمدالله علی زی
• خبریال، ضیا بومیا