فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: له بګرام بریده وروسته دوحې کې د خبرو درېدل
پر بګرام اډې له بریده دوې ورځې وروسته، په دوحې کې مرکچي پلاوو په خبرو کې د لنډ ځنډ خبر ورکړی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې خبرې د لنډ ځنډ لپاره درېدلي دي، تر څو طالبان وکولی شي پر مهمو بحثونو له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې پخوانی غړی، خالت پښتون
د ولسمشر د ویاند مرستیال، لطیف محمود