فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: هېواد کې د بهرنیو ځواکونو کمښت
امریکا متحده ایالاتونو افغانستان کې دخپلو پوځیانو شمیر کمیدو طرحې په ورستي کیدو کار پیل کړی دی.
سي ان ان تلویزیون د دوه لوړ پوړو امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې اوسمهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر اته زره شپږ سوه تنه دی،خو د اوسنۍ تګ لارې له مخې چې پرې کار کیږي د دغو ځواکونو شمیربه څلور زره پنځه سوه کسانو ته راکم شي.
ورته مهال یوشمیر سیاستوال سولې ته د افغانستان له رسیدو وړاندې د امریکایي پوځیانو دشمیر کمول د اندیښنې وړ بولي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د افغانستان د سیاسي او حقوقي څېړنو موسسې رییس، مسعود ترشتوال
د ولسي جرګې د دفاعي چارو رییس، میرحیدر افضلي