د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ۵ تنه مړه شوي او همداراز ۵۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د وږي په ۲۴مه نېټه) یاد وزارت له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې یاده موده کې د کرونا ویروس لپاره ۳۶۵ نښې کتل شوي دي.
همداراز تېره شپه ورځ کې ۴۳۵ تنه له کوویډ۱۹ ناروغۍ ښه شوي دي.
تازه پېښې ۲ کابل، ۳۰ هرات، ۲ کندهار، ۷ بلخ، ۱ کندز، ۱۱ بادغیس، ۲ دایکندي او یوه میدان وردګو کې ثبت شوې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸ زره او ۷۷۲ رسیږي چې له ډلې یې ۵۲۷۴ یې فعالې دي.
د یادونې ده چې تر اوسه هېواد کې د کوویډ۱۹ له ناروغۍ ۳۲ زره او ۷۳ ناروغان روغ شوي دي.