Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هوا له سړېدو سره هم مهاله د کورونا دویمې څپې خپرېدو په اړه ګواښ

د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي چې د هوا له سړېدو سره د کورونا ویروس دویمه څپه به خپره او ټول به ککړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن (شنبې د وږي په ۲۹مه) په هرات ښار کې یوې خبري غونډه کې وایي چې کورونا ویروس به یو ځل بیا په پراخه توګه په هېواد کې خپور شي.

هغه زیاته کړه:«د هغو احصایوي محاسبو په نظر چې ځينو اروپايي او امریکايي هېوادونو کړې ده د دې ښودنه کوي چې د کورونا ویروس شدت د ګرم فصل په پرتله په سوړ فصل کې زیاتېږي، نو پياوړ امکان شته چې موږ د کورونا ویروس له دویمې څپې سره مخامخ شو.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي چې دا وزارت د کورونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې لپاره پوره امکانات او بودیجه په واک کې لري:«هېواد کې د کورونا ویروس د دویمې څپې له مخامخ کېدو سره، د درملو، تجهیزاتو او اکسیجن په برخه کې جدي اندېښنې شتون نه لري.»
 
ورته مهال د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په تېرو لسو ورځو کې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا څرګنده کړه:«له دوو اوونیو راهیسې په کورونا ویروس د ککړو کسانو په شمېر کې لږ اندازه زیاتوالی راغلی دی؛ هم د ناروغان په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې په بستر کې ۸۰ ناروغان لرو او د مثبتو پېښو شمېر هم زیاتوالی موندلی دی.»

بل خوا ډاکټران خبرداری ورکوي که چېرې د خلکو له لوري روغتیایي لارښوونې په پام کې ونه نيول شي، د کورونا ویروس دویمه څپه به تر لومړۍ هغې وژونکې وي.

په هرات کې د کوویډ نولس روغتون مسوول عبدالمنان آزادمنش وویل:«هغه کسان چې د ساه او نورې جانبي ناروغۍ لري شونې ده په د کورونا ویروس په دویمه څپه کې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شي چې د ککړتیا کچه یې له هغې کچې چې په اوړي کې مو اټکل کوله په ځلونو زیاتوالی ومومي.»

په هېواد کې د کورونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو په تړاو په داسې حال کې اندېښنې څرګندېږي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول لګېدلې محدودیتونه بېرته لېري شوي دي.

د پوهنتونونو، ښوونځیو، تالارونو او نورو عمومي ځايونو فعالېدو د کورونا ویروس د خپرېدو په هکله اندېښنې راپارولې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په هېواد کې د کورونا ویروس ۳۸زرو او ۸۹۷ پېښې ثبت شوي دي چې له دې منځه د کووېډ نولس یو زرو ۴۳۷ تنه ناروغان مړه شوي دي او ۳۲ زرو ۵۷۶ تنه بېرته ښه شوي دي.

شریک یي کړئ