د عامې روغتیا وزارت نن شنبې (د تلې په ۵مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې، د کورونا ۱۰۳ شکمنې پېښې معاینه شوې دي چې له دې ډلې یوازې شپږ پېښې مثبتې وې.
د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې دغه مثبتې پېښې ټولې په بلخ ولایت کې ثبت شوې دي.
د دغو پېښو له ثبت سره، په هېاد کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۹ زره او ۱۹۲ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت همدارنګه څرکندوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس دوه ناروغان مړه شوي او ۱۶ تنه نور روغ شوي دي.
په هېواد کې د کورونا ویروس له امله یو زره او ۴۵۳ تنه مړه شوي او ۳۲ زره او ۶۳۵ تنه نور روغ شوي دي.
په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۲ مېلیونه او ۵۶۹ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ ناورغۍ اخته شوي دي او څه باندې ۹۸۸ زره تنه نور مړه شوي دي.