Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورونا ویروس؛ هېواد کې ۶۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې د لړم په ۴مه) وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۶۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېرو یوه شپه ورځ کې ۴۴۴ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۴۰،۸۳۳ ته رسېږي.

په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۱۹ په هرات، ۸ په کابل، ۱۰ په بلخ، ۹ په تخار، ۵ په کندوز، ۴ په زابل، ۳ په لغمان، ۳ په کونړ یوه یوه پېښه په کندهار او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله درې تنه مړه شوي او ۱۰۶ تنه نور روغ شوي دي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر یو زره او ۵۱۴ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۳۴ زره او ۱۲۹ تنو ته رسېدلي دي.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۴۲ مېلیونه او ۶۴۱ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې یو مېلیون او ۱۵۰ زره تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ