د عامې ورغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کوویډ۱۹ پنځه ناروغان مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(سې شنبې د لړم په ۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، همداراز ښیې چې یاده موده کې د کرونا ویروس ۹۵ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
تازه پېښې د ۴۸۹ کتل شویو مشکوکو نښو نه راوتلې پایلې دي.
په همدې حال کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷ ناروغان روغ شوي دي.
د یادونې ده چې تازه پېښې ۲ کابل، ۳۴ هرات، ۷ کندهار، ۲۳ بلخ، ۳ ننګرهار، ۲ پکتیا، ۵ کندز، ۱۰ بغلان، ۲ لوګر، ۱ پروان، ۱ غزني، ۱ میدان وردګ، ۲ کنړ او ۲ هم لغمان کې ثبت شوې ده.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس ۴۱ زره او ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۵۲۹۲ یې فعالې دي.