د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۲۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۸ د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(دوشنبې د لیندۍ په ۳مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۳۲۳ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
په همدې حال کې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نه ۴۲ تنه روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴ زره ۹۸۸ زره ته رسیږي چې له ډلې یې ۷۳۱۷ یې فعالې دي.
تازه پېښې ۸۷ کابل، ۲۳کندهار، ۱۵بلخ، ۴۱ ننګرهار، ۱۲ بامیان، ۵ بغلان، ۴ دایکندي، ۳۹ پروان، ۴نیمروز، ۴ لوګر، ۲۸ غزني، ۵ هلمند، ۴ میدان وردګو، ۴ کنړ او ۷ هم په زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.