Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۲۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۲۶ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱ زرو او ۲۷۸ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۵،۷۱۶ ته ورسید.

تازه پېښې کابل کې (۵۹)، هرات (۳۲)، کندهار (۴۸)، بلخ (۲۱)، ننګرهار (۲۳)، پکتیا (۲۱)، پروان (۱۳)، نیمروز (۲)، لوګر (۲)، میدان وردګو (۱)، لغمان (۲)، زابل (۱) او نورستان کې (۱)، ثبت شوې دي.

هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۳۷ ته ورسید او د روغو شویو کسانو هم ۳۶ زره او ۲۳۲ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس له کبله ۹ تنه مړه شوي او ۸۷ تنه نور روغ شوي دي

شریک یي کړئ